دوشنبه, اکتوبر 27, 2025
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

راځئ د کابل ناولی سيند په ښکلې تفريحي ساحه بدل کړو!

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
جنوري 22, 2024
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
30
ځلې شریک شوی
380
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

سوډان؛ د پلازمینې له ځینو سیمو د حکومتي ځواکونو تر شاتګ وروسته چټک غبرګون ځواکونو پوځي هوایي ډګر نیولی

یمن؛ صعده ښار کې د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسله‌والو ترمنځ نښتې شوي

معاصر معاملات او د علماوو مسؤلیتونه!

سعيد غلجی
د کابل سيند د پغمان غرونو له اونۍ درې څخه سرچينه اخلي او د کابل ښار په منځ کې مخ په ختيځ بهيږي، په ماهيپر تیريږي او بيا د پنجشير او کنړ د سيندونو تر څنګ؛ له نورو خوړونو سره يو ځای کيږي او بالآخره پښتونخوا ته رسيږي او بيا اباسين ته ورګډيږي.
په جغرافيوي لحاظ واقعاً د کابل سيند؛ کابل ښار ته خورا زياته ښکلا وربښلې، ځکه چې د ښار په غوټ منځ کې تېر شوی او د ښار په ګڼه ګوڼه کې یې يوه پراخه ساحه رامنځ ته کړې. پخوا چا دغه شان ناولې اوبه او ډیرانونه نه شول ورغورځولی، بلکې يوازې د غرونو او بارانونو طبيعي اوبه به پکې روانې وې، ځای ځای پر سيند دپاسه پلونه وو، نو د تفريح تر ټولو غوره ځای همدا د کابل سيند بلل کیده.
دا چې اوس وچکالي راغله، واورې او بارانونه نشته چې کابل سيند پرې ډک شي، د باراني اوبو د ايسارولو لپاره مو هم هيڅ کار نه دی کړی، له ځمکې اوبه را وباسو نو د اوبو سطحه هم ډېره ښکته تللې، مګر بيا هم د کابل سيند څخه د ښار په ښايست کې کار اخيستلی شو. ځکه دا د کابل ښار په منځ کې يوه پراخه او اوږده غځېدلې خالي ساحه ده، که دغه سيمه ښکلې کړو، نو ټول ښار ورسره ښکلی کيږي.
خو متأسفانه اوس بالعکس؛ د کابل سيند د ښايست پر ځای، د ښار د بدرنګۍ باعث شوی. ځکه اوس کابل سيند، سيند نه دی پاتې، د مردارو اوبو يوه لویه وياله او د ښار په منځ کې غځېدلی ډېران دی، داسې بد او تريخ بوی ترې خپريږي، چې د انسان پر سر درد کړي. نو په کابل ښار کې د هوا د ککړتيا برخه کې د کابل سيند ونډه هم خورا زياته ده، ځکه له ډېرې اوږدې مودې څخه ګند پکې جمع شوی او دغه مرداره وياله د ښار په منځ کې تېره شوې او ډېره زياته ساحه یې تر بر لاندې نيولې. د ښار د ټولو ناولو اوبو ويالې همدې سيند ته رابهيږي، پوډريان خو یې ترې ټول کړل، خو اوس ټول سيند له کوڅه ډبو سپيو ډک دی.
لنډه دا چې د کابل سيند موجوده وضعيت کابل ښار خورا بدرنګه کړی، د ښار ټول ښایستونه یې کم رنګه کړي او د کابل ښاروالۍ لپاره هم د شرم پېزوان جوړ شوی. په واټونو او څلور لارو کې د ښايست څلي جوړول او نور نمايشات هغه وخت خوند کوي، چې لومړی ښار له ډېرانونو او ګندګيو څخه صفا کړو.
نو بناءً د کابل ښاروالۍ او نورو اړوندو ادارو يو مهم مسؤليت همدا دی، چې د کابل سيند او نورو ناوليو ويالو او ډيرانونو د ختمولو او په سمسورو او شنو ساحو بدلولو لپاره سمدستي اقدامات وکړي.
ځکه د ډيرانونو او بد بويه ويالو صفا کول او د شنو او زرغونو سيمو رامنځ ته کول د خلکو په روحي او رواني حالت خورا مثبت اغېز کوي، هوايي ککړتيا ورسره ختميږي او تر يوه حده مکروبي امراض هم ورسره کميږي. همداراز؛ په عين حال کې پاک او ښکلی ښار د پاکو او مهذبو ښاريانو استازيتوب کوي. نو د کابل ښار د ښکلا لپاره بايد په هره برخه کې هڅې وشي، د سړکونو، واټونو او څلور لارو ښایسته کول هغه مهال خوند کوي، چې لومړی سيمه صفا کړو، بد بويي او ډيرانونه ختم کړو او د ښار د صفايي لپاره بنسټيز کار وکړو.
د کابل ښار همدغه ناولی سيند په ډېر کم مصرف او لنډه موده کې په خورا ښکلې تفريحي سيمه بدلولی شو، هغه داسې چې لومړی له سيند څخه د ناوليو اوبو ويالې جلا کړو او د هغو لپاره سرپټې ويالې جوړې کړو، ورپسې د باراني اوبو لپاره د کابل سيند په منځ کې يوه بله نسبتاً کوچنۍ او مناسبه وياله جوړه کړو، له سيند څخه کثافات ټول کړو او بيا د دغې کوچنۍ ويالې دواړو خواوو ته ښايسته زينتي ونې بوټي وکرو، نو که چېرې د بارانونو اوبه کمې وې، هماغه کوچنۍ وياله کې به بهيږي او که اوبه زياتې شوې، نو خير دی ټول سيند دې له اوبو ډک شي، ونو ته کوم تاوان نه شي رسولی.
داسې ښکلی ځای به ترې جوړ شي، چې خلک به چکر ته ور روان وي او ټول کابل ښار به پرې ښکلی او زرغون ښکاري.
البته؛ دا کار يوازې د حکومت مسؤلیت هم نه دی، بلکې ټول ښاريان مکلفيت لري، چې د خپل ښار پاک ساتلو ته توجه وکړي، دا ښار خو بل چا نه دی ناولی کړی، خو همدغو ښاريانو غفلت کړی او دغه حد ته یې رسولی، نو بيرته پاکول یې هم د دوی مسؤلیت دی.
نو د ټولنيزو کارونو لپاره بايد حکومت او رعيت دواړه تر خپله وسه په خپلو کې همکاري وکړي، نه يوازې حکومت هر څه سمولی شي او نه يوازې رعيت، بلکې تر څو چې رعيت سم نه شي، حکومت نه شي سمېدلی، ځکه حکومت له همدغه رعيت څخه جوړ شوی.
نو که کابل ښاريان او حکومت په ګډه د ښار د صفايي او زينت لپاره رښتينې هڅې وکړي، راتلونکی پسرلی د کابل همدغه ناولی سيند او نور ډیرانونه په ښايسته تفريحي سيمو بدليدلی شي.
په اخر کې بايد ووايو، چې د دغه شان چارو تر سره کول د نظام لپاره هم خورا زياته تبليغاتي ګټه لري، ځکه دا يو ښکاره عمل دی، ټول ښاريان یې ويني او هر افغان پرې خوشحاليږي. بالعکس؛ ځينې کارونه بيا داسې وي، چې د هېواد لپاره به خورا مهم او بنيادي حيثيت لري، خو هر څوک یې پر اهميت نه پوهيږي، مګر دغه شان ښکاره او نمايشي کارونه هر څوک ويني او تأييدوي.
ومن الله التوفيق

مخکینې مطلب

صهیونیستي پوځ غزه کې د خپلو شومو اهدافو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی

بل مطلب

اختلاف طبعي دی، خو چې خلاف نه شي!

ځانګړي مطالب

خبرونه

سوډان؛ د پلازمینې له ځینو سیمو د حکومتي ځواکونو تر شاتګ وروسته چټک غبرګون ځواکونو پوځي هوایي ډګر نیولی

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 27, 2025
خبرونه

یمن؛ صعده ښار کې د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسله‌والو ترمنځ نښتې شوي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 27, 2025
مقالې

معاصر معاملات او د علماوو مسؤلیتونه!

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 25, 2025
خبرونه

حماس: د فلسطیني مقاومت سره د حزب‌الله او یمن همکاري به تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل شي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 23, 2025
خبرونه

عبدالملک حوثي: غزه کې اوربند ته ژمن یو د مقاومت په غوښتنه مو په صهیونیستي ريژیم بریدونه درولي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 23, 2025

وروستي

په لومړي ځل د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ له لارې ډېزل تېل افغانستان ته وارد شول

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 27, 2025
0

سوډان؛ د پلازمینې له ځینو سیمو د حکومتي ځواکونو تر شاتګ وروسته چټک غبرګون ځواکونو پوځي هوایي ډګر نیولی

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 27, 2025
0

حماس او فلسطیني دولت د قاهرې په غونډه کې د امجد الشوا پر مشرۍ د غزې د نوې ادارې پر جوړېدو سلا شوي

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 27, 2025
0

یمن؛ صعده ښار کې د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسله‌والو ترمنځ نښتې شوي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 27, 2025
0

وينزويلا: د امريکا پوځي تمرينونه د جګړې د پيلولو هڅه ده؛ امريکايي سناتور وايي د حملې امکان زيات شوی

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 27, 2025
0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اوبو او سرحدي همکاریو د بحث لپاره کابل ته راغلی

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

افغان مذاکراتي ټيم له ۱۵ ساعته بحثونو وروسته خپله نهايي مسوده پاکستاني لوړي ته سپارلې 

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

خلیل الحیه:د غزې ټول اداري او امنیتي واکونه به د ادارې کمېټې ته وسپارو، پر نړیوالو ځواکونو توافق شوی

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

په غزني کې د ترافيکي پېښې له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

په بلخ کې د راستنو شویو کډوالو لپاره د ځمکې وېش پيل شو

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

ډیر کتل شوي

  • په غزني کې د ترافيکي پېښې له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • افغان مذاکراتي ټيم له ۱۵ ساعته بحثونو وروسته خپله نهايي مسوده پاکستاني لوړي ته سپارلې 

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • ډونالډ ټرمپ: ژر به غزې ته نړيوال سوله‌ساتي ځواک واستول شي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • خلیل الحیه:د غزې ټول اداري او امنیتي واکونه به د ادارې کمېټې ته وسپارو، پر نړیوالو ځواکونو توافق شوی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اوبو او سرحدي همکاریو د بحث لپاره کابل ته راغلی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

په لومړي ځل د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ له لارې ډېزل تېل افغانستان ته وارد شول

سوډان؛ د پلازمینې له ځینو سیمو د حکومتي ځواکونو تر شاتګ وروسته چټک غبرګون ځواکونو پوځي هوایي ډګر نیولی

حماس او فلسطیني دولت د قاهرې په غونډه کې د امجد الشوا پر مشرۍ د غزې د نوې ادارې پر جوړېدو سلا شوي

یمن؛ صعده ښار کې د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسله‌والو ترمنځ نښتې شوي

وينزويلا: د امريکا پوځي تمرينونه د جګړې د پيلولو هڅه ده؛ امريکايي سناتور وايي د حملې امکان زيات شوی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اوبو او سرحدي همکاریو د بحث لپاره کابل ته راغلی

افغان مذاکراتي ټيم له ۱۵ ساعته بحثونو وروسته خپله نهايي مسوده پاکستاني لوړي ته سپارلې 

خلیل الحیه:د غزې ټول اداري او امنیتي واکونه به د ادارې کمېټې ته وسپارو، پر نړیوالو ځواکونو توافق شوی

په غزني کې د ترافيکي پېښې له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com