کابل ټکی کام (شنبه، ۷ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په خپلې اېکس پاڼې نن شنبه(سلواغې په اوومه) د دغه وزارت د لوی درسیتز قاري محمد فصیح الدین فطرت له قوله لیکلي چې لوی درستیز د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر څرګندونې په کلکو ټکو غندلي او د هغه هیواد له چارواکو یې غوښتي چې د خپلو نېمګړتیاوو او ناکامیو پړه دې پر نورو نه اچوي.
ملي دفاع وزارت هم په خپلې رسمي اېکس پاڼې د لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د وینا په تړاو یوه اعلامیه خپره کړې او د نوموړي له خولې یې لیکلي چې پاکستان د خپلو خلکو د امنیت په خوندیتوب کې پاتې راغی او اوس د خپلو ناکامیو پړه پر نورو اچوي. قاري فطرت د منیر هغه وینا چې ګوندې افغانستان د ترهګرو(د یاد پاکستاني جنرال) له قوله پټنځای دی، هم په کلکو ټکو غندلی او بابېره یې بللې ده.
فطرت په ټنیګار ویلي چې د عاصم منیر وروستۍ څرګندونې افغان ولس ته ښکاره سپکاوی دی.
نوموړي له پاکستاني ولسه غوښتي، چې د خپلو چارواکو د داسې مغرضانه څرګندونو پر وړاندې چې د دوو مسلمانو هېوادنو تر منځ د نفاق سبب ګرځي، ودرېږي او چوپه خوله پاتې نه شي.
د ملي دفاع وزارت یاد لوړپوړی چارواکی زیاتوي چې د پاکستاني پوځي چارواکي دغه ډول څرګندونې د یاد هېواد د چارواکو د بې کفایتي ښکارندویي کوي او د افغانستان خلکو پر وړاندې له سپکاوي ډکې دي
د ملي دفاع وزارت په رسمي اېکس پاڼه کې خپره شوې اعلامیه کې وړاندې راغلي: عاصم منیر چې د خپل هېواد د يوه وګړي خوندیتوب د افغانستان د ټولو خلکو له ژوند څخه مهم ګڼي، په حقيقت کې د يوه مسلمان ملت د ارزښتونو سپکاوی کوي په داسې حال کې چې دوی د خپل هېوادوالو امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي ځکه خو د خپلو نیمګرتیاوو پړه پر نور ور اچوي.
د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت د افغان ځواکونو سرښندنې ته په نغوتې وایي چې نړۍ او د افغانستان خلک د دفاعي او امنیتي ځواکونو زړورتیاوې او اتلولۍ په یاد لري، چې څنګه يې د هیواد د خپلواکۍ له پاره مبارزه وکړه او لا هم په هر ډول سخته کې هیوادساتنې ته چمتو دي.
دی همداشان زیاتوي چې داسې څرګندنې نه یوازې غیرعادلانه دي، بلکې د دواړو لوی درستیز همداشان ټینګار کړی چې دغه ډول ناعادلانه نظرونه نه یوازې د دواړو اسلامي هیوادونو اړیکې لا پسې زیانمنوي او شته باور هم له منځه وړي.
د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع لوی درستیز دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ویلي و چې د یوه پاکستاني وګړي خوندیتوب د افغانستان د ټولو خلکو له ژوند څخه ورته مهم دی. عاصم منیر دا وینا په اسلام اباد کې د محصلینو او زده کوونکو په یوه غونډه کې کړې وه. ده ویلي و چې افغانستان د پاکستان دایمي دوښمن دی او لومړنی هیواد دی چې د پاکستان د رامنځته کېدو په ضد و.
ده همداشان ویلي چې هیواد یې د افغانانو لسیزې کوربه پاتې شوی، دلته ماړه شوي، خو احسان منونکي نه دي. پاکستانۍ رسنۍ اېکسپرس ټربیون د نوموړي د وینا ځیني برخې راخیستې او رسنیزې کړي یې دي. دی ګوتځنډنه کوي چې ګواکې افغان دولت دې پاکستان ته په بده نه ګوري، ګني دوی د هیواد ساتنې ته چمتو دي.
د نوموړي په وینا: (( کله چې د یوه پاکستاني وګړي د خوندیتوب او امنیت خبره کېږي، نو ټول افغانستان پرې رټل کېدای شي.))
د نوموړي د دغو څرګندونو پر وړاندې د خواله رسنیو ګڼو کاروونکو تبصرې کړي. د مبصرینو او د چارو شنونکو په اند چې دا ډول ویناوې مغرضانه او تر شا خپلې موخې لري.
بل پلو، د افغانستان اسلامي امارت سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري په تورخم ښارګوټي کې د افغان کډوالو له پنډغالو څخه د لیدنې پر مهال ویلي چې افغانستان او پاکستان کوم مشترک سرحد نه لري او نه یې هم په منځ کې صفري نقطې شته.
ملا نوري وړاندې وایي: پاکستان سره موږ فرضي ډېورنډ کرښه لرو، موږ له دوی سره کوم رسمي سرحد نه لرو، موږ له دوی سره خپله صفري نقطه نه لرو، زموږ او د دوی ترمنځ یوازې فرضي کرښه شته او بس.