د کابل–جلال اباد په لاره ترافیکي پېښه؛ ۱۵ تنه مړه شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۸ سلواغه، ۱۴۰۲ل)

په لغمان کې سرچینې وایي، چې د کابل – جلال اباد په لویه لاره د لغمان دروازې او سروبي ترمنځ سیمه کې د یو فلانکوچ ډوله موټر د چپه‌کېدو له امله ۱۵ کسانو ژوند بایللی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا پېښه نن شوې او په مړو شویو کسانو کې د موټر چلوونکی هم شامل دی.

بلخوا د لغمان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ۸ ترافیکي پېښو له امله یو تن مړ او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د مسوولینو په وینا، دا ترافیکي پېښې د چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله شوې دي.

د کابل – جلال اباد سړک هغه لاره ده چې وخت ناوخت پکې مرګونې ترافیکي پېښې کېږي او د لسګونه کسانو د مړینې سبب کېږي.

په وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترافیکي پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button