کابل ټکی کام (شنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
د حماس اسلامي غورځنګ سیاسي مشر “اسماعیل هنیه” په عراق او سوریه د امریکا وروستي ترهګریز بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.
هنیه ویلي: د عراق او سوریې پر وړاندې د امریکا یرغل په کلکو ټکو غندو او د دواړو هیوادونو د ملي حاکمیت نقض یې ګڼو.”
د نوموړي په خبره: امریکايي اداره د عراق او سوریې په وړاندې د دې وحشیانه تیري د پایلو مسؤلیت په غاړه لري، کوم چې ډېر ژر او کلک ځواب به ورته وویل شي.
د ویلو ده، چې امریکایي اشغالګرو تېره شپه او نن سهار وختي سوریه او عراق کې د سپاه پاسداران، قدس ځواکونو، حزب الله او د عراق د اسلامي مقاومت د ځواکونو ۱۰۰ اهدفو باندې هوایي بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې ۷۰ کسان شهیدان شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي


















