یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

د حماس د سیاسي دفتر ویاند هیواد ورځپاڼې ته: د اشغالګرو پر وړاندې مو مبارزه اوسنۍ نه، د لسیزو پخوانۍ ده

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
فبروري 3, 2024
کټګوریانې: خبرونه, مهم, نړۍ
0
22
ځلې شریک شوی
278
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۴۰۲ل)

د حماس سیاسي دفتر غړی حسام بدران هیواد ورځپاڼې ته په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې د اسراییلي اشغالګرو پر وړاندې یې جګړه اوسنۍ نه ده او نه یې هم د اکتوبر په اوومې پورې تړي؛ بلکې د دوی پر وړاندې یې مبارزه لسیزې پخوا پیل شوې ده.
بدران د هیواد ورځپاڼې د خبریال د دغې پوښتنې: (( داسې ښکاري، چې د اقصی طوفان له پیله مخکې مو د اوږدمهاله جگړی چمتووالی درلود، دا سمه ده؟)) په ځواب کې وایي چې موږ له فلسطیني ولس سره د اسرائیلو د اشغال او دوامداره وحشت په وړاندې ان له لسيزو خپله مبارزه کوو، له هغې مخکې صهیونیستي بلواگرو لا پخوا هم د فلسطینیانو وژنو او ځورونو ته ملا تړلې وه او د فلسطینیانو تاریخ د یهودي ظلم او وحشت له هغو دردوونکو پېښو، چې نه يې اخلاقي بېلگه شته او نه یې د نړۍ کوم قانون توجیه کولای شي، ډک دی.
ښاغلی بدران وایي چې پر فلسطینیانو د اسراییلو بلواګرو بریدونه هېڅ قانون نه شي توجیه کولی. دی اشغالګرو د بې ننګو بریدونو په ځواب کې وایي چې دوی پوهېدل چې د اکتوبر د اوومې بریدونه به ورته په لوړه بیه تمام شي، دا ځکه چې اشغالګر خپله ماتې د عام ولس په ټولوژنه او ړنده بمبارۍ کې رانغاړي.
بدران وایي چې اسراییلو بده ماتې خوړلې او اوس یې د ملکیانو په وژنه لاس پوری کړی. په همدې کړنو خپله ماتې توجیه کوي.
د حماس د سیاسي دفتر غړي ویلي؛ موږ داسې جگړې ته ملا تړلې ده، چې د فلسطیني ولس اوږدمهاله برخلیک ټاکونکې ده او په دې لاره کې د قربانۍ لپاره چمتووالی لرو او د ولس همدا سرښندنه د فلسطین د ازادۍ لپاره د مبارزې برخه او د خپل برخلیک ټاکلو لاره بولو.
د حماس د سیاسي دفتر غړی ښاغلی بدران د افغانستان ازادۍ ته په نغوتې وایي: ((افغان مجاهد ولس د دې ښه تجربه لري، په ځانگړې توگه هغه مهال چې له نړیوال اتحاد سره يې له ستړیا او شاتگ پرته شل کاله جهاد او جگړه وکړه، له شک پرته همدې افغاني تجربې د عربي او اسلامي ولسونو د بیدارۍ او د اسلامي امت د راتلونکو بریاوو لپاره درس او زیری درلود.))
دا تجربه او د نورو ولسونو لکه عراق او الجزایر، موږ ته د جهاد د لارې د غوره کولو او په دې لار ه کې د ناامیدۍ نه کولو درس راکړ، سره له دې چې زیان او بیه به یې لوړه وي؛ خو خپلواکي په همدومره قربانۍ او سرښندنې تر لاسه کېږي.
ښاغلی بدران هیله ښيي چې دوی یوه لحظه هم غافله نه دي او د اسراییلو پر وړاندې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.
نوموړي د اکتوبر د اوومې د علمیاتو د چمتووالي په اړه وایي: (( پرته د اسرائیلي اشغال په وړاندې یوه لحظه هم نه یو ولاړ او پایله یې همدا وه، چې د اکتوبر په ۷مه یې د اسرائیلو له پولو د تېرېدو گړندی او بریالی ځواک راکړ او په څو ساعتونو کې د غزې فرقه له منځه یوړل شوه او لسگونه اسرائیلي عسکر مو بندیان ونیول، د اسرائیلو غرور مو مات کړ.))
بدران زیاتوي چې د اسراییلو تلفات له هغو څو چند دي چې په رسنیو کې لاس په لاس کیږي. وړاندې وایي: (( چې له ۱۱۰ ورځو زیات د کتائب القسام په مشرۍ او رهبرۍ فلسطیني مقاومت روان دی او د همدې مقاومت او جگړې په پایله کې د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې لسگونه اسرائیلي عسکر مړه او په زرگونو يې ټپیان شوي دي.))
بدران د هیواد د هغې پوښتنې په ځواب کې چې اوربند کوي او که کوي یې په کومو شرطونو؛ زموږ شرطونه د لنډ مهالي اوربند پر ځای پر غزه د اسرائیلو له خوا د عام وژنې عاجل او سراسري اوربند، “د ټولو په مقابل کې د ټولو” بندیانو پر بنسټ له اسرائیلي زندانونو د فلسطینیانو خلاصون، د بیارغونې واضح ضمانتونه او د ټولو زیانونو جبران او له غزې د محاصرې پای ته رسول دي.
نوموړی د بل سوال په ځواب کې چې د حماس او حزب الله د تړاو په اړه وشو، وویل: له ځینو خپلمنځي اختلافاتو او د هېوادونو تر منځ د بېلابېلو کشمکشونو سره سره، د سیمې هېوادونه او ژوندي ځواکونه لا هم اسرائیل خپل لومړی دښمن بولي او پر دې سربېره په نړۍ او سیمه کې د فلسطین مسله د ټولو خپلواکو هېوادونو او ولسونو لپاره له یو دریځه مطرح کېږي.
د حماس د سیاسي دفتر غړی ښاغلی بدران له عربي او اسلامي هیوادونو په زغرده غواړي چې د فلسطین ننګه وکړي او د امریکا د دریځ پر وړاندې څرګند ودریږي او د فلسطینیانو د عامه وژنې مخه ونیسي.

دا هم ولولئ

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

لوی ټکي: بدران،،حماس، ویاند
مخکینې مطلب

سوریه کې امریکا د ایراني ملېشو پر اډو هوایي بریدونه کړي

بل مطلب

حماس په سوریه او عراق د امریکایي وروستي بریدونه په کلکو ټکو وغندل

ځانګړي مطالب

افغانستان

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
افغانستان

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
افغانستان

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
افغانستان

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
افغانستان

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026

وروستي

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com