کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
امریکایي الوتکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یمن د پلازمېنې صعنا په ګډون په ګڼو ښارونو ۴۷ هوایي بریدونه کړي دي.
د یمني چارواکو په خبره په دغو وحشیانه حملو کې ۱۹ کسان شهیدان شوي او لسګونه نور ټپیان ديړ
له بل پلوه د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” ټینګار کړی، چې دغه ډول حمل به دوی د غزې په غزه کې د فلسطین د مظلوم ولس په ملاتړ کې له خپل اخلاقی ، مذهبي او بشری دریځ څخه وانه ړوي.
نوموړي دغه راز خبرداری ورکړی، چې د امریکا او برېتانیا وروستیرترهګریزې کړنې به بې ځوابه نه پاتې کېږي او د یمن د وسله والو ځواکونو له کلک غبرګون سره به مخ شي.