کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې د اسرائیلو جنګي الوتکو نن سها وختي د لبنان په جنوب کې د حزب الله اسلامي غورځنګ د مرکزي قوماندانۍ پر ودانۍ هوایي بریدونه کړي دي.
حزب الله اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، چې د اسرائیلو په بریدونو کې یې د دوه قوماندانانو په ګډون یو شمېر جنګیالیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ویلو ده، چې د اکتوبر په اوومه په غزې تړانګه کې د اسرائیلو د جګړې له پیل راهیسې، د لبنان-اسرائیلو پر پوله نږدې هره د حزب الله ځواکونو او اسرائیلي پوځ ترمنځ نښتې کیږي.
د اسرئیلو پوځ د یو اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د اکتوبر له ۷ مې نیټې راهیسې یې د لبنان-اسرائیلو پر پوله د حزب الله پر څه باندې ۳۴۰۰ هدفونو بریدونه کړی دی.
په ورته وخت کې، حزب الله غورځنګ خبر ورکړی، چې د اکتوبر له ۷ مې نېټې راهیسې یې د لبنان-اسرائیلو په سرحدي سیمو کې د صهیونیستي اشغالګرو ۸۰۰ اهداف په نښه کړي، چې په پایله کې یې تر ۲۰۰۰ ډېر اشغالګر صهیونیستي پوځیان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي.
حزب الله غورځنګ دغه راز تاییدوي، چې په دې نښتو کې یې لږ تر لږه ۲۱۸ جنګیالي وژل شوي او غه راز ۲۶ ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
د ویلو ده، چې د اکتوبر له ۷ مې نېټې راهیسې دا لومړی ځل دی، چې صهیونیستي اشغالګر د حزب الله غورځنګ د مرکزي قوماندانۍ ودانۍ په نښه کوي.

















