کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۷ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
د هندوستان د پلازمینې نوې ډیلي په مهرولي سیمه کې هندي پولیسو د “اخوند جي” په نامه یو بل تاریخي جومات هم شهید کړی دی. د یاد جومات ملا امام ذاکر حسین خبري رسنیو ته ویلي، چې پرون سهار یې د لمانځه لپاره چمتووالی نیولی و چې په ناڅاپي توګه پولیس جومات ته را ننوتل او لمونځ کوونکو ته یې په لسو دقیقو کې له جومات څخه د وتلو امر وکړ. د نوموړي په خبره: پرته له دې چې د نوي ډیلي پرمختیایي ادارې دوی ته کوم خبر ورکړي د جومات د ویجاړولو پرېکړه یې کړې وه. د جومات امام زیاته کړې، چې تلیفون يي هم پولیسو ترې اخیستی او د قرانکریم د نسخو د وړلو اجازه نه ده ورکړ شوې.ځايي خلکو ویلي، چې دغه جومات د مغولو د امپراتورۍ پر مهال جوړ شوی و او له ۶۰۰ تر ۷۰۰ کلونو پورې تاریخي لرغونتيا یې درلوده.د ویلو ده، چې له دې وړاندې هم د مشهور بابري جومات په ګډون ګڼ شمېر جوماتونه، دینې مدرسې او د مسلمانانو اړوند نور مقدس او تاریخي ځایونه د هندوانو له خوا ویجاړ شوي، چې د کتونکو په باور دا ډول پاروونکې کړنې د اسلام له سپیڅلي دین سره د هندوانو د دښمنۍ څرګندونه کوي.

















