کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۷ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
د یمن وسله والو ځواکونو د حدیده ایالت په لوېدیځ کې پر یوې برېتانوي کښتۍ برید کړی.
د امریکایي پوځ مرکزي قوماندانۍ خبر ورکړی، د حوثي ملیشو اړوند دوه چاودیدونکو بې پیلوټه الوتکو برېتانوي بېړۍ باندې بریدونه کړي، چې په پایله کې یې یاده بېړۍ ویجاړه شوې ده.
د برېتانيا د سمندري ځواکونو د عملياتو ډلې بیا خبر ورکړی، چې نن سه شنبه د سه شنبه سهار وختي د يمن د الحديده ښار لويديځ ته په ۵۷ کيلومترۍ کې د حوثي ملېشو له خوا د دغه هېواد پر يوې سوداګريزې بېړۍ بريد شوی دی.
له بل پلوه د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” المیادین تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې د برید مسؤلیت منلی او یو ځل بیا یې خبرداری ورکړی، چې ترڅو پر غزې تړانګې د صهیونیستي ریژیم لخوا بریدونه روان وي. د دوی بریدونه به هم دوام لري.

















