یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

د غزې له ځینو برخو د اشغالګرو وتنه؛ القسام ورته د درنو زیانونو اړولو ادعا کوي

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
فبروري 6, 2024
کټګوریانې: خبرونه, مهم, نړۍ
0
16
ځلې شریک شوی
200
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۷ سلواغه، ۱۴۰۲ل)

د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې یا القسام وړمه ورځ ویلي چې په غزه کې یې اسراییلو اشغالګرو ته ګڼه مرګ ژوبله وراړولې او تر ۵۰ ډېرې شوبلې یې د اور خوراک کړي. د القسام عملیاتي څانګې ویاند ابو عبیده په خپل ټیلیګرام لیکلي چې ځواکونو یې په تېرو څو ورځو کې نږدې ۵۰ پوځي ټانکونه ویجاړ کړي او لسګونه اسراییل یې پکې مړه او ټپیان کړي دي.
ابوعبیده وایي چې ځواکونو یې د دوښمن پوځي مرکزونه او الوتکې هم په نښه کړي دي. اسراییلي رسنۍ خپلو عسکرو ته د مرګ ژوبلې د راپورنو پخلی کوي. دوی یوازې په غزه کې د سلګونو عسکرو مړینه منلې ده.
القسام څرګندوي چې په خان یونس کې یې ځواکونه له دوښمن سره په جګړه دي، خو دوښمن خپله غوسه د بې ګناه ملکیانو په وژنه سړوي. د القسام ویاند وایي چې اسراییلي اشغالګرو لا هم پر ملکیانو ړندې بمبارۍ کوي.
بل پلو، د یمن حوثي ځواکونو مدعي دي چې په سره سمندرګي کې یې یوه امریکایۍ او بله بریتانوۍ سوداګریزې بېړۍ په نښه کړي دي. د حوثیانو ویاند يحيی سريع په یوه ویډيوي پیغام کې د دې برید مسؤلیت منلی او زیاته کړې یې ده، چې په عربو او سره سمندرګي کې به خپلو بریدونو ته لا زور ورکړي.
د اروپا یوې څېړنیزې ادارې لیکلي چې د حوثي ځواکونو د بریدونو له کبله ورته د میلیاردونو ډالرو زیان اوښتی دی. دا اداره په خپله یوه څېړنه کې وایي چې د حوثي ځواکونو له کبله د امریکا، بریتانیې او اسراییلو سوداګرۍ او نفتي کښتۍ خوندي نه دي. دوی ادعا کوي چې د اکتوبر له اوومې وروسته په هره ګړۍ کې تر ۳۰۰ میلیونو ډالر ډېر زیان ویني. دا څېړنیز راپور په سره او عربو سمندرګي کې د سوداګریزو بېړیو د املاکو هلاکېدل، د ټرافیک ګڼه ګوڼه، بېړیو ته د اوږدو او بدیلو لاره ټاکنه، د امنیتي ځواکونو زیاتول او نور هغه سببونه یادوي چې په مټ یې تل ابیب، واشنګټن او لندن ته په یوه ساعت کې تر ۳۰۰ میلیونو ډالرو ډېر زیان رسیږي.
بل پلو دانیل هاګاري د اسراییلو د پوځ ویاند وایي چې د اکتوبر له اوومې راهیسې یې د حزب الله ځواکونو پر پټنځایونو شاوخوا ۴۰۰۰ هوایي بریدونه کړي او د دوی ۲۰۰ لوی او کوچني قومندانان یې وژلي دي. پنټاګون ګواښ کوي چې دوی او متحدینو ته یې د وراوښتي زیان غچ له تهران څخه اخلي.
بلخوا تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن منځني ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ کې
پرون د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل. ویل کیږي چې د اکتوبر له اوومې وروسته دا د نوموړي سیمې ته پینځم سفر دی.
د غزې د جګړې له پیله دا سیمې ته د هغه پنځم سفر دی. بلېنکن هیله لري چې د دې سفر پر مهال به په منځني ختیځ کې د احتمالي اوربند، له جګړې وروسته د غزې لپاره د پلانونو او په سیمه کې د کړکېچ د کمولو لپاره د ده هڅې نتیجه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې لوېدیځ او امریکا په سیده او ناسیده توګه د اسراییلو ننګه کوي او هر ډول مادي او معنوي ملا یې تړي. رویټرز وړمه ورځ په یوه خبر کې ویلي چې امریکا ښایي له اسراییلو سره د ۱۷.۶ میلیاردو ډالرو مرسته وکړي.

دا هم ولولئ

اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

لوی ټکي: غزه، اشغالګر، وتل،القسام،
مخکینې مطلب

د یمن وسله والو ځواکونو یوه برېتانوي بېړۍ ویشتلې ده

بل مطلب

له حزب الله ځواکونو سره نښتو کې ۱۶ صهیونیستي پوځیان وژل شوي

ځانګړي مطالب

افغانستان

اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
افغانستان

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
افغانستان

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
افغانستان

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
افغانستان

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026

وروستي

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

بادغیس کې د پاڼ ښوېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي او ۲ ټپیان دي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com