کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۸ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې د لبنان- اسرائیلو پر پوله د حزب اسلامي غورځنګ ځواکونو سره په نښتو کې ۱۶ صهیونیستي پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د حزب الله غورځنګ سرچینو د مقاومت اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې ځواکونه یې د اسرائیلو خاورې ته ور اوښتي، د صهیونیستانو یوه پوځي قرارګاه یې د لنډ مهال لپاره نیولې، ۱۶ صهیونیستي اشغالګر یې وژلي او ۵ تنه نور یې ژوندي نیولي دي.
حزب الله غورځنګ وایي، چې یاد بریدونه یې په غزه کې د اسرائیلو د وروستیو وحشتونو او وړمه ورځ د حزب الله د مرکزي قوماندانۍ پر ودانۍ د هوایي برید په غچ کې ترسره کړي دي.
په ورته مهال ځینو اسرائیلي رسنیو هم د لبنان- اسرائیلو پر پوله حزب الله ځواکونو سره په جګړه کې خپلو ګڼ شمېر پوځيانو ته د مرګ ژوبلې د خبر پخلی کړی او په خبره یې اسرائیلو یې په ځواب کې د لبنان په جنوب کې د حزب الله غورځنګ په مرکزونو هوایي بریدونه کړي دي.
دغه راز د اسرائیلي پوځ یوې سرچینې منلی، چې حزب الله یې ۵ پوځیان ژوندي نیولي چې ۲ پکې اسرائیلي او ۳ نور یې د عیسایي سوډانیانو له ډلې دي، چې اسرائیلو سره په جګړو کې د پیسو لپاره په غزه او د لبنان پر پوله مرسته کوي.

















