کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۸ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
د سوریې دولتي تلویزیون خبر ورکړی، چې نن سهار وختي د اسرائیلي اشغالګرو جنګي الوتکو “حمص” ولایت کې د سوریې د وسله والو ځواکونو پر یوې اډې هوایي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سوریې دولتي تلویزیون که څه هم د مرګ ژوبلې د کره شمېرو په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو د سوریې د بشري حقونو د څار لندن میشتي سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د اسرائیلو بریدونو کې دقیق اهداف په نښه شوي او په پایله کې یې د سوریې د وسله والو ځواکونو ۴۰ تنه غړي وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
له بل پلوه عراقي رسنۍ “صابرین نیوز” خبر ورکړی، چې اسرائیلي اشغالګرو د سوریې د هوایي او دفاعي ځواکونو یو مرکز او د ایران اړوند د سپاه پاسداران ځواکونو درې مرکزونه په نښه کړي دي، چې ښایي مرګ ژوبله تر هغه څو برابره زیاته وي، چې د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان اعلان کړي دي.
د ویلو ده، چې دا لومړی ځل نه دی، چې صهیونیستي اشغالګر په سوریه بریدونه کوي. بلکې تر دې وړاندې یې هم په سلګونو ځله دا ډول ترهګریز بریدونه کړي، چې سلګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.


















