کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴۰۲ل)
پر غزه د اسراييلي اشغالګرو له بريده څه باندې څلور مياشتې تېرېږي، په دغې موده کې صهيونيستي اشغالګرو غزه کې پراخ جنګي جرمونه او داسې بشر ضد کړنې ترسره کړې، چې تاريخ يې په ثبتولو شرمېږي. په ړندو هوایي او توغنديزو بريدونو کې تر دې دمه له ۳۰ زرو ډېر فلسطیني وګړي شهيدان شوي، چې ۷۰ سلنه يې ښځې او ماشومان دي، لسګونه زره نور ټپيان شوي، د غزې له اويا سلنې ډېره ودانیزه برخه تخريب شوې او له يو نيم ميليونو ډېر د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.
اسرائیلي اشغالګرو له غزې وروسته رفح سیمه تر بریدو لاندې راوستې ده او یوازې د وړمې ورځې بریدونو کې له ۱۰۰ ډېر فلسطیني ملکي وګړي شهیدان شوي دي.
د راپورونو له مخې اسرائیلي اشغالګرو له مصر سره پر پوله پروت رفح ښارګوټی د سلواغې په ۲۲مه د ځمکې او هوا له لارې بریدونه وکړل او عامه ځایونه یې په نښه کړل.
په رفح سیمه کې د (الکویت) روغتون مشر ویلي چې اسرائیلي اشغالګرو په بريدونو کې هغه وسلې کارولي، چې د ملګرو ملتونو له خوا يې استعمال ممنوع دی. نوموړی ډاکټر وایي چې دا وسلې د بدن غړي غوڅوي او مغزي ضربه رامنځته کولی شي.
بله خوا د بي بي سي موندنې ښيي چې په غزه کې د خوراکي توکو د نشتون له کبله کوچنیان له څو ورځو راهیسې د څارویو ګیاوې خوري.
د غزې اوسېدونکي وایي چې ځینو وګړو د حیواناتو د وښو میده کولو ته مخه کړې چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره ځان ته ترې اوړه جوړ کړي، خو وايي چې د دغو غلو دانو زېرمې هم مخ په خلاصېدو دي.
د خوړو نړیوال سازمان بي بي سي ته منلې چې په روانه اوونۍ کې اسرائیلي عسکرو د مرستو مخه نیولې او اجازه نه ورکوي چې غزې ښار ته دې ترې مرستې داخلې شي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د غزې په شمال کې ماشومانو کې د خوارځواکۍ ډېرېدل خورا دردوونکې دي او که پر وخت خوراکي توکي، د څښلو پاکې اوبه او درمل ور ونه رسېږي، له وړاندې شته ناورين به نور هم ژور شي.
د ملګرو ملتونو د چارو د همغږي کولو دفتر هم منلې چې پر مرستو بار لارۍ یې د اسرائیلي اشغالګرو تر تسلط لاندې سیمو کې درول کېږي او بېرته راګرځول کېږي. یاد دفتر وایي چې دوی له اسرائیلو سره غږېدلي خو مثبت ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.
د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې اوسمهال غزه کې له ۳۰۰ زرو زیات وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.
اسرائیلو له وړاندې ویلي و چې عملیات به پراخوي او د مصر تر ګډې پولې(رفح) پورې به یې غځوي او خبر داری يې ورکړی و، چې دغلته میشت خلک بايد سيمه پريږدي.
دا هغه ځای دی چې په غزه کې د سختو جګړو له کبله له يونيم ميليونو ډېرو فلسطیني وګړو پناه وروړې.
که څه هم ملګرو ملتونو او ګڼو نورو هیوادونو د اسرائیلو دغه پرېکړه غندلې او ښکاره تېری یې بللی دی؛ خو د فلسطيني ملت د ټولوژنې پر وړاندې ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له غندلو او د جګړې بندېدو له غوښتنو ورهاخوا کوم داسې ګام نه دی اخيستی، چې د فلسطيني ملت دردونه راکم کړي.
یاده دې وي چې رفح ښارګوټی اوسمهال د پناه اخیستونکو او له غزې څخه د کډه شویو فلسطینیانو یوازینۍ سرپناه وه خو نور دغه سيمه هم د مظلومو فلسطينيانو لپاره ارامه نه ده، بلکې صهيونيستي اشغالګرو پرې د ټولو نړيوالو معيارونو او بشري نورمونو خلاف بریدونه پیل کړي او د بې ګناه فلسطینیانو ټولوژنې ته ادامه ورکوي.