کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۴ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې د غزې تړانګې شمالي، جنوبي او مرکزي سیمو کې د حماس ځواکونو او اسرائیلي ترهګرو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي، چې په پایله کې یې ۲۸ صهیونیستي پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
اسرائیلي رسنیو هم خبر ورکړی، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې د غزې تړانګې په شمال او جنوب کې ح.ما.س ځواکونو سره په جګړه کې د دوه قوماندانانو په ګډون ۱۵ پوځيان وژل شوي دي.
د ویلو ده، چې صهیونیستي ترهګر ريژیم تر اوسه غزه کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي؛ خو په دې وروستیو کې حماس ځواکونو سره په نښتو کې سلګونو اسرائیلي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې له امله یې اسرائیلي ولس را پاریدلی، تل أبیب کې یې پراخ لاریونونه یې پیل کړي او د نتنیاهو د ګوښه کېدو غوښتنه کوي.