ولسمشر اردوغان:موږ به خپل فلسطینی وروڼه او خویندې یوازې نه پریږدو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۵، سلواغه، ۱۴۰۲ل)
د غزې له جګړې ۱۳۰ ورځې تېرې شوې دي او دغې جګړې د ۲۸ زره بې ګناه فلسطینیانو له شهادت او د غزې له ویجاړېدو پرته بله پایله نه ده لرلې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په متحده عربي اماراتو کې د حکومتونو په نړیواله غونډه کې هغه د غزې د اوسنۍ کړکېچ سرچینه وبلله او د اسرائیلي رژیم د ډله ییزې وژنې او د فلسطیني ځمکو د اشغال د زیاتولو د سیاست دوام یې وباله او ویې ویل: اسرائیل باید د یوه خپلواک فلسطیني دولت موجودیت په رسمیت وپیژني، زه له ټولو هغو هېوادونو مننه کوم چې په دې نوښت کې یې مرسته وکړه، موږ فلسطینیان وروڼه او خویندې یو، یوازې یې نه پریږدو.))



