د یمن وسله وال پوځ شپږمه امریکایي بېړۍ هم وویشتله

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۵ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
له یمن ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د یاد هیواد وسله والو ځواکونو په سره “سمندر” کې اسرائیلو ته روانه یوه امریکایي بېړۍ ویشتلې ده.
د یمني ځواکونو ویاند “جنرال سریع” الجزیرې ته ویلي، چې ځواکونو یې تېره شپه په سره سمندر کې د (Star Iris) په نامه هغه امریکایي بېړۍ د بالستیک توغندیو په وسیله ویشتلې، چې اسرائیلي اشغالګرو ته یې وژونکې وسلې لیږدولې.
د امریکایي پوځ مرکزي قوماندانۍ هم منلې ده، چې په بېړۍ یې برید شوی او دوی یې په ځواب کې د یمن په بېلا بېلو برخو کې د حوثي وسله والو ځینې اهداف په نښه کړي دي.
هېره دې نه وي، چې د حماس له لوري د اکتوبر په اوومه د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ پيل شوې جګړې وروسته د نومبر په نيمايي کې يمني ځواکونو په سره سمندر کې د اسراییلو، امريکا، بريطانيا او نورو هغو لويديځو هيوادونو، چې د اسراییلو ملاتړ کوي، ګڼ شمېر بيړۍ ويشتلي دي.



