کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۵، سلواغه، ۱۴۰۲ل)
په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې ۱۸ اسراییلیان په شمالي سرحدونو کې وژل شوي دي
دصهیونیستي ترهګر رژیم اروند 12 تلویزیوني چینل خبر ورکړی، چې غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د لبنان-اسرائیل پر پوله حزب الله ځواکونو سره نښتو کې ۱۸۰ پوځیان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.
یاده رسنۍ وایي: چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهسې په غزې تړانګې کې د جګړې له پیل راهیسې د لبنان له جنوب څخه د اسرائیلو په شمالي سرحدونو باندې څه د پاسه ۱۰۰۰ بریدونه ترسره شوي دی.
دغه رسنۍ زیاتوي، چې په یادو بریدونو حزب الله ځواکونو سره په مخامخ نښتو کې ۱۸۰ اسرائیلي پوځیان وژل شوي او سلګونه نور چې ډېر یې سخت ټپیان شوي، روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ دن او بیا د جګړو لیکو ته نه شي ستنیدلی.
د ویلو ده،.چې یا دې رسنۍ منلی ده، چې حزب الله ځواکونه ۵۵ ځله د لبنان- اسرائیلو له سرحد په را اوښتلو بریالي شوي او د اسرائیلي پوځیانو پر اډو یې مرګوني بریدونه ترسره کړي دي.