دوشنبه, اپریل 27, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

په نړۍ کې د ۲۰۲۴ کال ټولټاکنې

ح جلال نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2024
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
18
ځلې شریک شوی
224
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

حميدالله بسيا

د نړۍ په معاصر تاريخ کې سږ ۲۰۲۴ هغه کال دی چې په زياتره هېوادونو کې انتخابات کېږي او دا د نړۍ په تاريخ کې یو ريکارډ دی. له شپېتو څخه تر شپږاويا هېوادونه به په ۲۰۲۴ کې انتخابات لري چې د نړۍ د نفوس شاوخوا ۴ زره ميليونه نفوس کېږي.

دا هم ولولئ

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د اسيا له لرې ختيځ او د نړۍ له شمالي منجمد بحر څخه نيولې بيا د لاتينې امريکا تر سواحلو پورې په بېلابېلو هېوادونو کې د شمېرو له مخې شاوخوا ۴ ميليارده د نړۍ نفوس په ۲۰۲۴ کال کې د رايو ورکولو لپاره خپل ولسمشران او رهبران وټآکي، چې د امريکا متحده ايالاتو په ګډون، برتانيا، روسيه، هند ، تايوان، اندونيزيا،مکسيکو، بنګله دېش، سويلي افريقا هغه هېوادونه دي چې نفوس یې ډېر او اهميت یې د نړۍ او خپلو سيمو په کچه مهم او بارز دی. دا انتخابات به په نړۍ کې پر سوداګري، نړيوالو اړيکو ، نويو ملګرتياوو او په ځانګړي ډول په نړيواله سوله پر خپل ځای کم و زيات اهميت او اغېز ولري.

دلته به په د هغو هېوادونو پر انتخاباتو لږه رڼا واچوو چې اغېز یې پر نړۍ تر نورو ډېر دی.

تايوان

د جنوري په ۱۳ مه د تايوان د ولسمشري او پارلمان د ۱۱۳ څوکيو لپاره انتخابات په داسې حال کې ترسره شول چې دا سيمه له چين سره په بې ساري کشمکش کې اخته ده، د انتخاباتو پايله یې د سیمې ډېرو اسیايي هېوادونو او امريکا ته مهمه وه، په پايله کې د حاکم حزب کانديد (ويليم لای چينګ ته) د يو ميليون رايو په ليډ سره د انتخاباتو ګډونکی او دوه نور سيال کانديدانو یې شکست ومانه. ګټونکی کانديد چې د تايوان پر لا تقويت او خپلواکي باندې یې ټينګار کړی کېدای شي ددې هېواد او چين او همدارنګه چين او امريکا تر منځ ددې ۲۳ ميليوني هېواد پرسر اړيکې لا ترينګلې کړي.

بنګله دېش

د بنګله دېش مشهوره سیاست واله او اوسنۍ لومړۍ وزيره (شېخ حسينه ) په نړۍ کې د تر ټولو اوږدې سابقې لرونکې رهبرې په توګه په څلورم ځل انتخابات وګټل ، په داسې حال کې چې اپوزيسيون حزبونو یې له انتخاباتو سره بايکاټ کړی وو خو بيا هم د ۲۰۲۴ ميلادي کال په لومړۍ اوونۍ کې د ټآکنو په لړ کې ددې ګوند (عوامي ليګ) ګټونکی شو. دا ځل په بنګله دېش کې د رايو ورکوونکو شمېر هغومره نه وو لکه پخوا او سياسي شنونکي وړاندوينه کوي چې د شيخ حسينه لپاره به نوې دوره له لوړو و ژورو ډکه وي او کېدای شي په دې ۱۷۰ ميلیون نفوس لرونکي هېواد په کنترول او خلکو په راضي کولو کې له ډېرو مشکلاتو سره مخ شي ځکه د رايو ورکونکو فيصدي ۴۰ وه چې خورا کمه فيصدي ده.

هند

د هند يو ميليارد د رایو ورکولو مستحق کسان به د ۲۰۲۴ کال په منځ کې د رايې ورکولو لپاره په انتخاباتو کې ګډون وکړي او ددې ګڼ نفوسه هېواد د پارلمان غړي او لومړی وزير به وټاکي. عمومي انتخابات د ۲۰۲۴ په منځ کې کېدونکي دي چې احتمالا يو ځل بيا به اوسنی لومړي وزير (نرندرا مودي) ګوند (بهارتيا جنتا پارټي) د درېيم ځل لپاره انتخابات وګټي

د مودي د ملاتړو په وينا نوموړی يو مسلکي سياسي سړی دی او له لسګونو کلونو څخه په هند کې روان (بې ساري فساد) د ورک کولو لپاره یې مټې رانغښتې دي او غواړي چې هند له نړۍ سره په سيال او نړيوال قدرت بدل کړي او د ساينس او ټيکنالوجي له طرفه هند پر ځان بسيا هېواد وګرځوي خو منتقدان یې بيا وايي چې نوموړي د بيان ازادي له منځه وړې او مذهبي اقليتونو باندې دده په دوره کې تر ټولو سختې حملې شوې دي او د هندو مذهبي تندرو کسانو په را بيدارېدلو کې هم دده د ګوند لاس دی.

په ۲۰۲۳ کال کې په دې هېواد کې ۹۴۵ ميليون کسان د رايو ورکولو لپاره ثبت نام شوي وو، چې لومړي وزير مودي ادعا وکړه چې د ۲۰۲۴ کال تر نيمايي او انتخاباتو پورې به تر يو ميليارد زيات کسان د رايو ورکولو مستحق ولرو او په دې سره د نړۍ تر ټولو ګڼ نفوسه هېواد او تر ټولو ډېر رای ورکوونکي به رايي په صندوقونو کې واچوي.

روسيه

روسیه هم د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره چمتووالی نیسي ، چې د روان کال د مارچ په ۱۵ څخه تر ۱۷ پورې به دری ورځې روانې وي چې پکې اوسنی ولسمشر ولاديمير پوتين او يو څو نور کانديدان د روسيې د ولسمشري لپاره د سيالي ميدان ته راوتلي دي، روسيه سر له اوسه په دې باور ده چې لويديخ بې شمېره پيسې مصروفوي او د رایې د ګډوډولو او د روسیې په اوسني حکومت کې د باور د کمزوري کولو لپاره زمینه برابروي. دوی وايي د غرب تمرکز په غیر دولتي سازمانونو دی چې ځانونه یې د بشردوستانه اهدافو تر شا پټ کړي دي

ددې ډول یوه بیلګه تېرې ورځې د بایمک په کوچني ولایتي ښارګوټي کې لاریونونه وو چې د روسيې په بشکریا جمهوريت کې موقعیت لري. د چې څو سوو کسانو هڅه وکړه د طبيعت او چاپیريال ساتنې تر نامه لاندې لاريون ترسره کړي او د خپل هغه ملګري د خلاصون هڅه وکړي چې د چاپیريال ساتنې به برخه کې فعال وو خو د افراطيت تور نيول شوی وو . روسيه وايي د خارجيانو په مالي ملاتړ اصلا پلان دا وو چې په کوچني بایماک کې به لاریونونه په چټکۍ سره د بشکورتوستان ټول جمهوریت ته وغځول شي. مګر دا پیښ نه شول – خلک له لاريون کوونکو سره ملګري نه شول او پولیسو په چټکۍ سره د ناکراریو مخه ونیوله. اوس پلټونکي د هغه څه د ریښتیني لاملونو په لټه کې دي چې د پردې تر شاه څه پټ وو او اصلي موخه څه وه ؛ غواړي چې د لاریونونو د تمویل سرچینې وپیژني. داسې انګیرل کیږي چې نښې یې له روسيې څخه بهر دي ، ځکه چې متحده ایالات، بریتانیا او نور لویدیځ هیوادونه د ټاکنو کې د روسیې په ناکامولو او سبوتاژ کولو کې يوه زره ناغيړي نه کوي. روسان فکر کوي چې لويديځ په غير دولتي موسسو کې په ميلياردونو ډالر پانګونه کوي چې د لاريونونو د تنظيم کولو ، افراطيت او د حکومت پروړاندې خلک ودروي.

په تېر مني کې، د داغستان د مخاچکلا هوايي ډګر د ځايي اوسېدونکو له خوا ونیول شو. لامل یې پر غزې د اسرائیلو برید و. د داغستان اوسېدونکو پر فلسطین د غیر انساني بمبارۍ مخالفت وکړ. او په مقابل کې یې غوښتل هغې الوتکې ته ننوځي چې له اسرايلو را روانه وه ، د فلسطين باندې د غير انساني او بشري ناورين پر ضد د دوی لاريون پر حقه وو خو روسيه وايي چې غرب غوښتل داسې پېښې لا پسې پراخه کړي او نورو موخو ته ځانونه ورسوي.

د روسیې په ښارونو کې، د پوځي راجستریشن او د نوم لیکنې دفترونو ته د اور اچولو هڅې او د ترانسپورتي لارو د تخریب کولو هڅې په مکرر ډول دا ښيي چې تر شا یې څوک پټ دي. په عمومي ډول د داسې کارونو ترسره کوونکي بې سواده او مات و ګوډ اشخاص دي چې د بهرنیو استخباراتي کړیو تر مشرۍ لاندې یې چې په اسانه د پیسو ژمنه ورسره کېږي دي.

په همدې لړ کې تېرکال يوې روسۍ میرمنې (داریا تریپووا) د پیسو په بدل کې د روسیې مشهور ژورنالیست او ټولنیز فعال ولادلین تاتارسکي وواژه او ۵۰ نور یې ټپيان کړل، تریپووا ته ويل شوي وو چې له پېښې وروسته به په لويديځ کې اسوده ژوند لري خو ونيول شوه او د روسیې یوې محکمې هغه په ۲۷ کاله بند محکوم کړه. نو دا او دې ته ورته ډېرې کيسې شته چې غواړي لويديځ او امريکا د روسيې په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي او په شکل د اشکالو ټولنيز تشنج رامنځته کړي او خلک لاريونونو ته وهڅوي. په هرحال سره له دې اندېښنو په راتلونکي مارچ کې په دې هېواد کې ټاکنې کېدونکي دي او تمه کېږي چې اوسنی ولسمشر ولاديمير پوتين به يوځل بيا د ولسمشر په توګه وټاکل شي.

امريکا

د سږکال په نومبرکې د امريکا په متحده ايالاتو کې هم انتخابات کېدونکي دي او د اکنوميسټ نړيوالې مجلې د ليکنې له مخې د ۲۰۲۴ کال لپاره يو تر ټولو ستره ننګونه او خطر هم د امريکا انتخابات دي چې د نړۍ په اوضاع مستقيم تاثير لري او احتمال شته چې د امريکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د اوسني ولسمشر جو بايډن پر وړاندې بريالی او يوځل بيا به د امريکا د ولسمشري څوکۍ سنبال کړي.

اندونيزيا

په نړۍ کې په ټولو ډېر مسلمان مېشتي هېواد اندونيزيا هم د فبروري په څوارلسمه انتخابات پيل شول چې پکې یې خلک نه يوازې ولسمشر بلکې د ولسمشر معاون ، د پارلمان غړي او د سيمه ييزو قانون جوړونکو ادارو غړي ټاکي ، د اندونيزيا د رايې ورکولو او شمېرنې پروسه ډېره اوږده ده چې په ۱۷ زره ټاپوګانو مشتمل دا هېواد کې ترسره کېږي، له ۲۷۰ ميليونو نفوس څخه ۲۰۴ میلیونه نفوس رايې ورکوي او په يوه ورځ کې کېدونکي په نړۍ کې تر ټولو ستر انتخاباتي پروسه ده.

موجوده ولسمشر جوکو ودودو چې د جو جوکووي په نام هم مشهور دی د دويم ځل ولسمشري دوره بشپړوي او د قانون مطابق بيا د کانديدېدلو حق نه لري او له دې سره امکان شته چې د اندونيزيا په داخلي سياست کې بشپړ تغيير راشي او نوي کسان په دولتي څوکيو وګومارل شي.

سويلي افريقا

د افريقا په لويه وچه کې مهم هېواد او ددې لويې وچې يو لوی اقتصاد (سويلي افريقا) چې د بريکس هېوادونو د ايتلاف له بنسټ اېښودونکو هېوادونو څخه هم ده ،د ۲۰۲۴ په مې مياشت کې انتخابات کېدونکي دي او داسې تمه کېږي چې سویلي افريقا اوسنی ولسمشر (سيريلرامافوسا) به يوځل بيا انتخابات وګټي او ددې هېواد ولسمشر به وټاکل شي.

مخکینې مطلب

غزه کې د جګړې له پیل راهیسې حزب الله سره نښتو کې ۱۸۰ اسرائیلي پوځیان وژل شوي

بل مطلب

دسلواغې ۲۶مه؛ د بريا او عبرت ورځ!

ځانګړي مطالب

خبرونه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: ټرمپ د جګړې د مدیریت له بحران سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026

وروستي

اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com