دوشنبه, اپریل 27, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

یوه اونۍ بې برخلیکه ټاکنې؛ نواز شریف د ځان په ځای صدراعظمۍ ته ورور او پنجاب ته یې لور نومولې ده

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
فبروري 15, 2024
کټګوریانې: خبرونه, مهم, نړۍ
0
13
ځلې شریک شوی
162
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۶ سلواغه، ۱۴۰۲ل)

د پاکستان له ټاکنو یوه اوونۍ تېرېږي خو لا هم په دغه هیواد کې ټاکنیزې ناندارۍ په اوج کې دي. د مسلم لیګ ن ګوند په خپل ټویټر لیکلي چې دوی له ځینو ګوندونو سره خبرې اترې کړي اوښایي یو ایتلافي حکومت رامنځته کړي. ویل کیږي چې د مسلم لیګ ګوند مشر نواز شریف به بیاځلې پاکستان پرېږدي او انګلستان کې به پنا واخلي، خو د ځان په ځای به خپل ورور(شهباز شریف) لومړی وزیر او په پنجاب کې به خپله لور مریم نواز ته د اعلی وزارت څوکۍ وسپاري.

دا هم ولولئ

اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

تردې مخکې شهباز شریف چې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان له بې واکه کیدو وروسته یې د ۲۰۲۲ کال د اپریل له میاشتې وروسته څه باندې یوکال د صدراعظم په توګه دنده ترسره کړې، د پیپلز ګوند په ګډون له څو ګوندونو سره د ایتلاف پر مهال ویلي و چې غوښتنه یې د صدراعظمۍ څوکۍ ترلاسه کول دي.

د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان په مشرۍ د تحریک پاکستان ګوند چې پلویانو یې د فبرورۍ په اتمه په ترسره شویو عمومي ټاکنو کې ډېرې رایې ګټلي، په نوي ایتلاف کې شامل نه دي. د خان ګوند ادعا کوي چې ډېرې ټاکنې یې ګټلي او د مستف حکومت جوړولو حق لري.
عمران خان په اډیاله زندان کې دی او له هغه ځایه یې غږ کړی چې له کوم ګوند سره خبرې نه کوي او نه هم له کوم ګوند سره یې د ایتلاف فکر کړی دی.
په ورته وخت کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان علي امین ګنډاپور د خیبر پښتونخوا د مشر وزیر (اعلی وزیر) په توګه معرفي کړ.

د جمعیت علمای اسلام پاکستان ګوند مشر مولانا فضل الرحمن هم د انتخاباتو پایله نه مني او له نورو ګوندونو سره به هم خبرې ونه کړي. نوموړی هم په ټاکنو کې مات شوی.
مولانا وایي چې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي او ورته د منلو نه دي.
په پاکستان کې ټاکنیز کړکېچ تر بل هر وخت لوړې کچې ته رسېدلی او د ګڼو ټاکنیزو ګوندونو ملاتړي لویو لارو ته راوتلي دي او لاریونونه یې کړي.
مسلم لیگ ګوند د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د دغه ګوند مشر شهباز شریف یې د پاکستان د لومړي وزیر څوکۍ ته نومولی دی.
دغه ګوند دا رنګه ویلي، چې د نوازشریف لور مریم نواز یې د پنجاب ایالت د اعلی وزیرې په توګه ټاکلې ده.
دغه ګوند ویلي، چې د نوي حکومت د جوړولو له پاره یې د پنځو نورو ګوندونو سره ایتلاف کړی.
د خلکو یا پيپلز ګوند د چودري شجاعت حسین په مشرۍ، د قاید اعظم مسلم لیګ د خالد مقبول صدیقي په مشرۍ، د پاکستان ملي متحد ګوند د خالد حسین مګسي په مشرۍ د بلوڅو عوامي ګوند او د علیم خان روز په مشرۍ د پاکستان د استحکام ګوندونو د سه شنبې په ورځ د (سلواغې ۲۴مه) د شهباز شریف سره په ګډه خبري ناسته کې د یو نوي اېتلافي حکومت له جوړولو ملاتړ وکړ.
د مسلم لیګ ګوند ویاندې مریم اورنګزیب پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغه ګوند مشر نواز شریف خپل ورور شهباز شریف د لومړي وزیر څوکۍ ته او خپله لور مریم نواز شریف یې د پنجاب د اعلی وزیر څوکۍ ته نومولي دي.
که د پنجاب د خلکو جرګې ومنله؛ نو مریم نواز به د پاکستان د ستر ایالت له پاره لومړنۍ ښځینه اعلی وزیره وي.
د سه شنبې په ماښامنۍ خبري غونډه کې شهباز شریف وویل، چې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت العمای اسلام ګوند سره به هم خبرې کوي.
په دغې خبري ناسته کې د پاکستان د خلکو د ګوند مشر اصف علي زرداري وویل، چې د تحریک انصاف ګوند په ګډون له ټولو ګوندونو سره د سولې غوښتونکی دی؛ خو د تحریک انصاف ګوند یې په غبرګون کې ویلي، چې دغه ټلواله د «غلو» َټلواله ده.
په پاکستان کې د فبرورۍ د اتمې نېټې ټاکنو څخه پنځه ورځې تېرې شوې؛ خو تر اوسه هیڅ یو ګوند نه دی توانېدلی چې غوڅ او پرېکنده بری ترلاسه کړي.
د اعلان شویو رایو له مخې، د پاکستان د پارلمان د ۲۶۴ څوکیو لپاره د تحریک انصاف پلوي خپلواکو نوماندانو ۹۲ څوکۍ، د مسلم لیګ ګوند ۷۵، د خلکو ګوند ۵۴ او د قومي متحد غورځنګ ګوند ۱۷ څوکۍ ګټلې دي.
تر پارلماني ټاکنو یوه اونۍ وروسته د (پاکستان د خلکو ګوند) له «پاکستان مسلم لیک ن» سره د ایتلافي حکومت د جوړولو پر سره توافق ته رسیدلی دی.
خو د تحریک انصاف هم مرکز، پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د حکومتونو جوړولو هڅه کوي.
د کتوونکو په باور که پي ټي ایمرکز کې په حکومت جوړولو بریالی نه شو؛ نو خیبر پښتونخوا کې مستقل حکومت جوړولی شي. سند ایالت کې به پیپلز ګوند حکومت جوړ کړي، بلوجستان کې به ګڼ ګوندیز حکومت رامنځته شي او پنجاب کې به PTI د اپوزیسیون رول کې راڅرګند شي، چې مسلم لیک ن ته لوی سرخوږی جوړولی شي.
که مسلم لیک ن مرکز کې د حکومت په جوړولو بریالی هم شي؛ خو حکومت به یې څو کیلومټرۍ پورې محدود وي، پيپلز ګوند سره به یې اختلافات رامنځته شي او ډېر دوام به و نکړي.
د ویلو ده، چې تحریک انصاف ګوند هم هڅه کوي، چې ځینې واړه ګوندونه ځان سره ملګري او مرکز کې حکومت جوړ کړي؛ خو د یاد ګوند مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان چې دا مهال په زندان کې ده. د ګوند مشرانو ته لارښونه کړې، چې مسلم لیک، پیپلز ګوند، ایم کیو ایم او جمعیت علماء اسلام ګوندونو سره به اتحاد نه کوي.
بل خوا ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش د پاکستان د دوشنبې د ورځې په ټولټاکنو کې د بې نظمیو په اړه د پلټنې غوښتنه وکړه او په پاکستاني چارواکو او سیاسي مشرانو یې غږ وکړ، چې د تېرې اونۍ ټاکنو په تړاو مسایل له قانوني لارو چارو حل کړي.
نوموړي له پاکستاني سیاستوالو غوښتي؛ له هرې هغې کړنې څخه دې ډډه وکړي، چې تاوتریخوالی رامنځته کوي.
بل خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي په یوه بیان کې له پاکستانه غوښتي، چې په هېواد کې د «امن فضا» وساتي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په نیویارک کې په ورځنۍ غونډه کې وویل: «د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر د پاکستان حالات څاري او پر دغه هېواد غږ کوي، چې د ټولو مسالو او شخړو حل دې د قانون په چوکاټ کې ترسره شي او بشري حقونو او د قانون حاکمیت ته دې چې د پاکستان د خلکو ګټې پکې نغښتې دي پوره درناوی وشي.»
سرمنشي له پاکستاني چارواکو او سیاسي مشرانو څخه وغوښتل چې سیاسي وضعیت ارامه وساتي او له هر ډول تاوتریخوالي څخه دې ډډه وکړي.
په دې وروستیو ورځو کې یو شمېر سیاسي ګوندونو په کراچۍ او بلوچستان کې په ټاکنو کې د رونټیا د نشتوالي او د پراخو درغلیو له امله لاریونه کړي دي.
د امريکا، برېټانيا او اروپايي اتحاديې په ګډون نورو هېوادونو هم له پاکستانه غوښتي، چې په ټاکنو کې د درغليو د ادعاو پلټنه وکړي.

لوی ټکي: پاکستان، ټاکنې، نواز شریف، عمران خان،
مخکینې مطلب

دسلواغې ۲۶مه؛ د بريا او عبرت ورځ!

بل مطلب

آذربایجان کابل کې رسماً خپل سفارت پرانیست

ځانګړي مطالب

افغانستان

اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
افغانستان

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
افغانستان

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
افغانستان

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
افغانستان

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026

وروستي

اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com