دوشنبه, اپریل 27, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

دسلواغې ۲۶مه؛ د بريا او عبرت ورځ!

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
فبروري 15, 2024
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
22
ځلې شریک شوی
271
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

شیر محمد امیني

له نن څخه پوره ۳۵ کاله وړاندې دسلواغې په ۲۶ مه افغانانو شوروي اشغالګرو پوځونو ته ستره ماتې ورکړه او افغانستان يې له شورویانو آزاد کړ. خو استکباري هېوادونو بیا له دغې دویمې آزادۍ هېڅ دعبرت درس وانخيست، چې له دې ډلې امریکا په غیرشعوري توګه زموږ پر سپېڅلي خاورې یرغل وکړ، چې دې کفري هېواد له سترطاقت انګلیس او شوروي نه هم زده کړه ونه کړه؛ بلکې د هغوی پر پل يې قدم کېښود او هماغسې چې دواړو هېوادونو(انګلیس او شوروي) د افغانانو لخوا شرميدلې ماتې خوړلې وه، امریکا هم ورسره د افغانانو د شهامت له برکته د سر ټیټو هېوادونو په کتار کې ودرېدل.
سرو پوځیانو نه یوازې افغان ولس يې وځاپه؛ بلکې خپل هېواد يې هم د سیاسي او اقتصادي له اړخه وځپل، ماتې وخوړه او خپل ځانونه يې د هلاکت کندې ته وغورځول. د وخت شوروي یرغلګرو زموږ په هېواد کې لاس په ظلم پورې کړ، له یو میلیون زیات افغانان یې شهیدان او تر یونیم میلیونه ډېری ټپیان، معیوب، تري تم او تر شپږ میلیونه نور یې مهاجرت ته اړ کړل. دا څه وو؟
دا دهغو غلامانو لاسته راوړنې وې، چې شوروي یرغلګرو ته يې چکچکې وهلې او د هغوی په ملاتړ يې زموږ په ولس حکومت کاوو، خو شوروي یرغلګرو بیا زموږ د هېواد په ویجاړولو، د ولس په شهیدانولو او ظلمونو لګیاول. شوروي هېواد او متحدینو يې زموږ بې ګناه ولسونه ودردول، وربړول او شکنجه يې کړل، له شهیدانو او ټپیانو پرته؛ ډېری کسان يې تري تم کړل او د کورنیو غړي يې تر اوسه دهغوی د راتګ لارې څاري.
شورویانو زموږ دهېواد ګڼ شمیر ملي تاسیسات ونړول او افغانان يې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړل. دهېواد ښوونیز مرکزونه يې په سیاسي مرکزونو بدل کړل، دخلکو ذهنونه يې مغشوش اوغوښتل يې چې دلېنن او کمونیزم په عقیدوي افکارو يې واړوي. خو زموږ بهادر او اتل ولس يې پر وړاندې دسپېڅلي جهاد نعره پورته کړه، دیرغلګرو سرو پوځیانو په مقابل کې په تش لاس مقاومت ته دوام ورکړل او د مبارزو دګټلو پایله د افغان ولس په برخه شوه .
شورویان چې دافغانانو له کلکو مبارزو سره مخ شول، نو په ټیټو سرونو زموږ دهېواد پرېښودو ته په کال ۱۳۶۷ هجري لمریز د سلواغې په ۲۶ مه اړ شول. هغه خبره رښتیا ده، چې وايي؛ د آزادۍ ګټل آسانه؛ خو ساتنه يې ستونزمنه ده. نو کله چې شورویان زموږ له هېواده ووتل، د جهادي رهبرانو خپلمنځي اختلافونه دکورنيو جګړو سبب وګرځېدل او په جګړو ښکېلو رهبرانو د آزادۍ په ارزښت پوه نه شول، د کور په دننه د بهرنیو هېوادونو مداخلې د جهادي رهبرانو د بې اتفاقۍ له امله لاپسې ډېرې شوې او په هېواد کې یو بل کورنی ناورین پیل شو.
په دغو کورني ناورین پسې د طالبانو اسلامي تحریک رامنځته شو او د هېواد پر ځمکه د شر او فساد جرړې يې له منځه یوړې او د افغانستان ۹۵ سلنه خاوره کې د اسلامي امارت حاکمیت ټینګ شو.
خو غربیانو او ورسره ملاتړي هېوادونو دغه سپېڅلي نظام(اسلامي امارت) يې د سیاسي لوبو او بې اساسو پلمو له مخې ښکار کړ، چې په پایله کې نوموړی نظام د غربیانو د یرغل په واسطه وپاشل شو.
غرب او متحدینو يې د زمري ۲۸مې او د سلواغې ۲۶مې نېټو تاریخونه نه ؤ لوستي، چې دعبرت درس يې اخیستي وای افغانستان باندې یرغل راوړل او شل کاله زموږ په خاوره د اشغال کرغیړنې وړانګې خورې کړې وې. له انګلیسانو نیولې، بیا تر شوروي او امریکا یرغلګرو پوځیانو پورې دغو دریو واړو ته نه یوازې زموږ په خاوره کې مالي زیانونه واوښتل؛ بلکې ځاني تاوانونه چې په لکونو دانګلیسانو، شورویانو او امریکایي پوځونو ککرۍ خاورې شوې .
د دغو دریو سوپر طاقتو هېوادونو ناکامي په افغانستان کې ټولې نړۍ ته ثابته شوه، چې افغانستان داسې هېواد دی، چې ولسونه يې دخپلو سرونو تیر دي؛ خو له خپل هیواده نه تیریږي .
دا هم زموږ دنیکونو او پلرونو شعار دی، چې په ماشومتوب کې ټولو افغانانو ته په زانګو کې ویل شوی او داسې دغیرت درس يې موږ ته راکړی، چې هېڅکله به له دې درس نه یو افغان هم مخ و نه ګرځوي.
خو؛ نړۍ دې په خلاصو غوږو دا واوري، چې نور د افغانستان د جوړونې په فکر کې شي، نه د ورانولو! د انګلیس، شوروي او امریکا له شرمیدلو ماتې دې زده کړې وکړي او خپلو نسلونو لپاره دعبرت اخیستو درس په ښوونیزو نصابونو کې شامل کړي.

دا هم ولولئ

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

لوی ټکي: افغانستان، روسان، شکست، مجاهدین،
مخکینې مطلب

په نړۍ کې د ۲۰۲۴ کال ټولټاکنې

بل مطلب

یوه اونۍ بې برخلیکه ټاکنې؛ نواز شریف د ځان په ځای صدراعظمۍ ته ورور او پنجاب ته یې لور نومولې ده

ځانګړي مطالب

خبرونه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: ټرمپ د جګړې د مدیریت له بحران سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026

وروستي

اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com