کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۶ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې القسام خبر ورکړی، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې د غزې په شمال او جنوب کې د صهیونیستي پوځیانو ۴۳ پرمختللي ټانکونه ویجاړ کړي، چې په پایله کې یې لسګونه اشغالګر پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان ديو
د حماس د پوځې څانګې ویاند “ابوعبیده” د مقاومت اړوند “الأقصی” تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې زیاته کړې ده، چې د غزې په مرکزي سیمو کې یې له ترهګرو اسرائیلي پوځيانو سره خونړۍ نښتې کړي، چې ۱۹ اسرائیلي عسکر یې وژلي او د یو لوړ پوړي قوماندان په ګډون یې ۱۷ تنه نور مرګوني ټپیان کړي دي.
که څه هم اسرائیلي پوځ رسماً خپل لوري ته د ور اوښتې مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي؛ خو ځینو اسرائیلي رسنیو منلې ده، چې تېر ۲۴ ساعتونه یې غزه کې د پوځیانو لپاره خونړي و او ځینو پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.


















