کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
د یمن وسله والو ځواکونو خبر ورکړی، چې نن سهار وختي یې د عدن په خلیج کې د برېتانیا یوه پوځي بېړۍ د بالستیک توغنديو په وسیله په نښه کړې او په بشپړه توګه یې ویجاړه کړې ده.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سريع” پر خپله ټویټر پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: چې د برېتانوي د «روبي مار» په نامه یادې بېړۍ وژونکې وسلې لیږدولې، چې د دوی ځواکونو ویشتلې او په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.
د برېتانیایي پوځ سرچینو هم په خپلې بیړۍ برید منلی؛ خو په خبره یې عمله یې ژغورلې او بېړۍ ډوبه شوې ده.
په ورته مهال جنرال یحیی سريع اعلان کړی، چې ځواکونو یې د امریکا یوه MQ9 بې پیلوټه الوتکه چې د اسرائیلو په ګټه یې “عملیات” ترسره کول په توغندي ویشتلې ده.


















