کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۹، سلواغه، ۱۴۰۲ل)
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو یې په سره سمندرګي کې د برېتانیا یوه بیړۍ په بالستیک توغندیو ویشتلې ده.
نوموړي زیاته کړې: دغه برېتانوي بېړۍ، چې اسرائیلو ته روانه وه، تیل او وژونکې وسلې یې لیږدولې په بالستیک توغندیو سره په نښه او په بشپړه ډول له منځه یو وړل شوه.
یحیی سریع همداراز ټینګار کړی، تر څو، چې په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو حملې بندې نه شي زموږ ځواکونه به په سره سمندرګي او عربي بحیرې کې د اسرائیلو او د هغوی د ملاتړو په بېړیو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.
د اکتوبر په اوومه په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې، د یمن وسله وال پوځ په ۴۵ بېړیو د توغندیو او چاودېدونکو توکو په وسیله بریدونه کړي دي.
د ویلو ده، چې امریکايي او برېتانوي ځواکونو د یمني ځواکونو د بریدونو په ځواب کې د یمن په مختلفو سیمو کې پر ځینو مهمو اهدافو بریدونه کړي دي، چې له امله یې ګڼ شمېر کسان شهیدان او ټپیان شوي دي.


















