کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱ کب، ۱۴۰۲ل)
د یمن وسله والو ځواکونو خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۲ امریکایي او ۲ برېتانوي بېړۍ ویشتلي دي.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” د مقاومت اړوند “المیادین” تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې پر دوو امریکایي کښتیو، د بې پیلوټه الوتکو او بالستیک توغندیو په وسیله بریدونه کړي، چې
حوثیانو زیاته کړې چې په دې بریدونو کې یې امریکایي کښتیو ته درانه زیانونه اړولي دي.
یحیی سریع دغه راز ادعا کړې ده، چې ۲ برېتانوي بېړۍ یې هم ویشتلي دي، چې په بشپړه توګه له منځه تللي دي.
په ورته مهال د امریکا او برېتانیا پوځي چارواکو خبر ورکړی، چې د یمني ځواکونو د بریدونو په ځواب کې یې د پلازمېنې “صنعا” په ګډون د یاد هېواد په ډېرو سیمو کې د حوثیانو اهداف په نښه کړي دي؛ خو یحیی سریع یې د بریدونو پخلی کړی دی؛ خو په خبره یې ځاني او مالي زیانونه نلري.


















