کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳ کب، ۱۴۰۲ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر ” دکتور اسماعیل هنیه” د مصر په پلازمینې قاهره کې یوې خبرې ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې اسرائیلو سره مو داسې جګړه وکړه، چې ټول اُمت به پرې ویاړ کوي.
هنیه زیاته کړې ده: موږ د اسرائیلو د ظالم او ترهګر رژیم پر وړاندې داسې جګړه او مبارزه وکړه چې ټول عرب او مسلمان هېوادونه باید پرې وویاړي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي: موږ په ډېرو لږو امکاناتو د امریکا د لاسپوڅي رژیم پر وړاندې سخته او نه هېرېدونکې جګړه او مبارزه وکړه.
نوموړي یو ځل بیا یادونه کړې، چې له اسرائیلو سره به تر هغې جګړې ته دوام ورکوي، چې ترڅو یې خپل اشغال ته د پای ټکی نه وي ایښی، له غزې یې خپل ټول پوځیان نه وي ایستلي او ټول فلسطیني بندیان یې نه وي خوشې کړي.
د ویلو ده، چې هنیه ټینګار کړی، چې د اوربند هڅو ته به دوام ورکوي؛ خو د پرېکړې وروستی واک غزه کې د دوی د پوځي قوماندان “یحیی سنوار” په مشرۍ له پوځي څانګې سره ده.


















