کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳ کب، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې د سوریې په ختیځ کې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو پر مرکزونو د امریکا په هوایي بریدونو کې د یو مهم قوماندان په ګډون ۱۰ تنه جنګیالي وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې خبر ورکړی، چې بریدونه نن سهار وختي د سوریې د ختیځ “دیر الزور” ښار په جنوب کې د ایران د سپاه پاسدران ځواکونو پر یو مرکز ترسره شوي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار لندن میشتي سازمان ویلي چې د ” امریکا” په هوایي بریدونو کې د سپاه پاسدران ځواکونو مرکز په بشپړه توګه ویجاړ شوی، او د یو لوړ پوړي قوماندان په ګډون چې نوم یې تر اوسه نه دی په ډاګه شوی، لس جنګیالي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د ویلو ده، چې ایران او امریکا تر دې دمه د یادو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو دا لومړی ځل نه دی، چې امریکا په سوریه کې د ایران پلوه ډلو مرکزونه په نښه کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم سوریه او عراق کې ګڼ اهداف په نښه کړي دي او ایران یې هم په غبرګون کې سوریه، عراق او اردن کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي دي.


















