د اوکرایین روسیې جګړه؛ زیلینسکي وایي 31000 پوځیان یې وژل شوي دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۷ سلواغه، ۱۴۰۲ل)

په داسې حال کې چې د روسیې او اوکرایین ترمنځ خونړۍ جګړه روانه ده. د اواکرایین ولسمشر “ولادیمیر زیلسنکي” د یادې جګړې د دویمې کلیزې په مناسبت پلازمېنه کېیف کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې په یاده جګړه کې یې 31000 زره پوځیان او لسګونه زره اواکرایني ملکیان وژل شوي دي.

دا لومړی ځل دی، چې اوکرایین روسیې سره په جګړه کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې رسمې شمېرې اعلانوي.

زیلنسکي یوځل بیا خبرداری ورکړی، که امریکا-ناټو او نور هېوادونو یې مرسته ونه کړي نو د جګړې اور به ټوله اروپا په بر کې ونیسي.

د ویلو ده، چې د روسیې دفاع وزیر هم وړمه ورځ اوکرایین څخه نیول شویو سیمو ته په سفر کې ادعا کړې وه، چې په تېره دوه کلنه جګړه کې یې هېواد سترې بریاوې ترلاسه کړي، د اوکرایین ګڼ مهم ښارونه یې نیولي او یو لک 50000 زره اوکرایني پوځیان یې وژلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button