کابل ټکی کام (دوشنبه، ۷ کب، ۱۴۰۲ل)
د اسراییلو د استخباراتو موساد پخواني مشر له اسراییلي رسنيو سره په خبرو کې فرانسه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ د يوې احتمالي هوکړې په هکله ويلي، چې يحيی سنوار پر اسراييلو د خپلو غوښتنو منلو کې بريالی ښکاري.
د نوموړي په خبره سنوار شرطونه وضع کړل او امریکايي ادارې پر اسرائیلي حکومت فشار راوړ چې معاملې ته غاړه کېږدي.
حماس په لومړي پړاو خبرو کې د ۱۵۰۰ فلسطيني بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کړې، چې ۵۰۰ يې ډېر مهم دي.
اسراییلي حکومت په لومړي پړاو کې د ۱۵۰ فلسطيني بنديانو نومونه او په دویم پړاو کې ۲۵۰ نومونه وړاند کړل او اوس يې دغه شمېر ۱۰۰۰ کسانو ته لوړ کړی، خو يحيی سنوار په پرلپسې ډول په خپلو غوښتنو ټينګار کوي.
د موساد د پخواني مشر په خبره دا ډېره د حيرانتيا وړ ده، چې یو سړی محاصره شوی او نړۍ ته مخامخ ولاړ دی او په خپلو غوښتنو ټينګار کوي.