کابل ټکی کام (جمعه، ۱۱ کب، ۱۴۰۲ل)
له یمن ورکړل شوي راپورونه وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یاد هېواد د پلازمېنې “صنعا” په ګډون په ګڼ شمېر ښارونو د امریکا او برېتانیا په وحشیانه او ترهګریزو هوایي بریدونو کې لس تنه شهیدان شوي او ۴۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د یمن د وسله والو ځواکونو مرستیال ویاند “کابل ټکی کام” ته په یوه لیکلي پیغام کې د بریدونو پخلی کړی او په خبره یې امریکایي او برېتانوي اشغالګرو پلازمېنه صنعا کې د یمن د وسله والو ځواکونو درې اهداف په نښه کړي، چې په پایله کې یې ۴ سرتېري شهیدان شوي او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
نوموړی دغه راز ویلي، چې په “حدیده” او ځینو نورو ولایتونو کې بیا اشغالګرو پنځه اهداف په نښه کړي، چې په پایله کې یې ۱۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
نوموړي یوځل بیا خبرداری ورکړی، چې د امریکا- برېتانیا بریدونه یې مورال- عزم نه شي ننګولی او د فلسطیني ولس په ملاتړ به هره هغه بېړۍ په نښه کوي، چې صهیونیستي ریژیم ته وسلې، تیل او نور مواد لیږدوي.
له پلوه د سوریې دولتي تلویزیوني خبر ورکړی، چې اسرائیلي اشغالګرو پلازمینه “دمشق” کې د سوریایي پوځ درې اډو باندې توغندیز او هوایي بریدونه کړي، چې له امله یې ۷ پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
په ورته مهال د سوریې د بشري حقونو لندن میشتي سازمان د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې اسرائیلو د سوریایې پوځیانو د اډو تر څنګ د پلازمینې دمشق اړوند “زینب” سیمه کې د ایران د سپاه پاسدارن او حزب الله مقاومتي غورځنګ پنځو اډو باندې هم بریدونه کړي دي، چې په پایله کې یې د سپاه پاسداران ځواکونو د ۶ تنو مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۰ تنه وژل شوي او ګڼ نور کسان ټپیان شوي دي.
د ویلو ده، چې ایران په رسمي توګه د یادو بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو دا لومړی ځل نه دي، چې اسرائیلي اشغالګر سوریه کې په حکومتي، د ایران د سپاه پاسداران، قدس ځواکونو او حزب الله مقاومتي غورځنګ پر اهدافو بریدونه کوي، بلکې له ۲۰۱۱م کال راهیسې، چې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې په یاد هېواد یې سلګونه ورته بریدونه کړي، چې له امله یې زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


















