ابو عبيده: د صهيونيستي رژيم بمباريو کې د دښمن ګڼ شمېر بنديان وژل شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۱ کب، ۱۴۰۲ل)

د فلسطين د مقاومت کوونکي حماس غورځنګ وياند ابو عبيده په تازه څرګندونو کې په ډاګه کړې، چې د صهيونيستي رژيم وروستيو بمباريو کې د دښمن اووه اتنه بنديان وژل شوي دي.

ابو عبيده د درې تنه بنديانو نومونه اعلان کړي او په خبره په دغو وژل شویو بنديانو کې يې يو د صهيونیستي رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو نږدې ملګری و.

نوموړي زياته کړې ده، چې موږ له وړاندې د بنديانو د ساتنې مسووليت لرونکو مجاهدينو سره د اړيکې قطع کېدو اعلان وکړ او باور مو درلود، چې د صهيونیستي عسکرو بمباريو کې به بنديانو ته مرګ ژوبله اوښتې وي.

بايد وويل شي چې د اسراييلي اشغالګرو په هوايي بریدونو کې تراوسه پورې تر ۷۰ ډېر حماس سره بندي اسراییلي وګړي وژل‌ شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button