ليکوال: حبیب الرحمن رحیمي
١٣٩٨ کال د کب د میاشتې لسمه له نن څخه څلور کاله وړاندې ګهیځ د نورو سحر ونو برعکس چې د شهیدو وینو په لیدو ،د چاپې سهار په اورېدو او د قبر په کیندو پیلېد خو نن د نوي زيري سره مل و هغه د باطل پر وړاندې د حق بریا وه یا په بله ژبه د افغانې خاورې په اسلام مینو ،وطن پاله ځوانانو او د حق د لارې مبارزینو دا وخت د غربي ښامار په خوله کې خونړي غاښونه مات کړي وو په کومو چې يې دوې لسیزې یا شل کاله د مظلومو افغانانو وينې څښلې وې، هډونه يې ترې پرې کړي و ، ملي او اسلامي ارزښتونو سپکاوی یې کړی و ،دوی مېنې يې نړولې وې، کډوال کړي يې و او نور هغه ناوړه کړنې چې تاریخ یې هم په سرو کرښو لیکي ،د حق د لارې مجاهدینو د الهي اوامرو په سمون د سپېڅلې غزا لار وڅارله ، د شهیدو وینو پاکو څاڅکو داسې سیلاب جوړ کړ چې د وخت فرعوني بېړۍ يې ډوبه کړه.
شرمېدلي دښمن چې ټولې حربې دسیسې يې پاتې راغلې ،نیواګرۍ د ځانګړنې له مخې یې ټولې هغه ناوړه چارې سرته رسولې وې که چنګیز او هلاکو ژوندی وی هم به دوی پر کړو شرمېدل ،دا یو منل شوی حقيقت دی کله چې دښمن لارورکی او وارخطا شي ،د تېښتې لار هم ور سره نه وي ،د سنګر له بایللو سربېره به خپل سر هم ستا په واک درکوي خو ته اړ او مکلف يې چې د الهي قوانینو مطابق ورسره چلند وکړې .
د لوی خدای ج لورينه ده چې له همدې نېټې وروسته د فتحو څادر په غوړېدو شو ،کور، کلي او هېواد کې مو د ارام سا اخیستې ده ، نه مو سهار د مور په ژړا پیلیږي او نه مو ماښام د شهیدو وینو په خښولو پای ته رسیږي.
د خپلواکۍ بيراغ د تل رپانده وي.


















