قديروف: امريکا او ملګري به يې د اوکراين په څېر غزه کې هم ماتې سره مخ شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۲ کب، ۱۴۰۲ل)

‏د چیچنیا ولسمشر “رمضان قدیروف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې امريکا او ملګري به يې د اوکراين په څېر غزې کې هم شرموونکي ماتې سره مخ شي.

نوموړي په خپله ټلګرام پاڼه لیکلي: څنګه چې امریکا او ټولو غربي هېوادونو په اوکرایین کې ماتې وخوړله، دغسې برخلیک سره به ډېر ژر د فلسطین په غزه کې هم مخ شي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، تاریخ شاهد دی چې دوی چیرته تللي، “له ماتې پرته یې بله پایله نه ده لرلې.

‏رمضان قدیروف د فلسطین په غزه کې روانه جګړه د غربي هېوادونو لخوا یوه ښکاره ټولوژنه بللې او له اسرایئلي لورې غوښتې چې نور خپل وحشت ته د پای ټکی کیږدي.

نوموړي دغه راز ټینګار کړی، که حماس غورځنګ ترې مرسته وغواړي دوی چمتو دي، چې خپل ځواکونه د صهیونیستي اشغالګرو سره د جګړې لپاره غزې ته ولیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button