کابل ټکی کام (شنبه، ۱۲ کب، ۱۴۰۲ل)
د نایجېریا ولسمشر عبدالرحمن چیاني ویلي، چې : د اسراییلو او فلسطین جګړه کې د عرب مشرانو اصلي څېرې بربنډې شوې.
نوموړي: زیاته کړې ده، چې عرب مشرانو د فلسطین او اسرائیلو په روانه جګړې کې خپلې ناولې څهرې نړېوالو ته بربنډې کړې.
د نوموړي په خبره: دوی هسې په نمایشي ډول د فلسطین خلکو ملاتړ کوي، خو په عمل کې د امریکا او اسرائیلو پټ یاران دي.
ولسمشر “چیاني” چې څه موده وړاندې یې د یوې پوځي کودتا له لارې واک ته رسیدلی دی همداراز یو ځل بیا د فلسطین په غزه کې روانه جګړه وغندله او له صهیونیستي ريژیم یې غوښتنه وکړه چې نور خپل ظلم او وحشت ته د پای ټکی کیږدي.
د ویلو ده، چې ولسمشر “عبدالرحمن
چیاني” په داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې وړمه ورځ د حماس اسلامي غورځنګ سیاسي مشر “اسماعیل هنیه” هم په عرب مشرانو توندې نیوکې کړې وې او د اقصی- فلسطین په قضیه کې یې په ناغیړۍ تورن کړي و.


















