کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۳ کب، ۱۴۰۲)
غزه کې د “القدس لوا” په نامه د مقاومتي ډلې ویاند “ابو حمزه” په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې اوس د دې وخت را رسیدلی، چې د نړۍ ټول مسلمانان وسلې پورته کړي.
ابو حمزه، مسلمانانو ته په خطاب کې ویلي، چې ایا اوس د دې وخت نه دی، چې تاسو د لبنان، یمن او عراق د معززو خلکو په څېر خپلې وسلې راوباسئ او د فلسطیني ملت ملاتړ ته را ودانګئ.؟
د نوموړي په خبره:لکه څنګه چې تاسو په لمانځه، روژه او دعا سره خدای ته رجوع کوئ، همداسې په وسلو سره فلسطین ته راشئ.
ابو حمزه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې موږ د صهیونیستي دوښمن پر وړاندې په پوره عزم خپلې مبارزې ته دوام ورکوو او صهیونیستي پوځ غزه کې مرال بایللی او د تېښتې په حال کې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې موږ د خپلو بندیانو د خلاصولو، د “اقصی” د دفاع او د مسلمانانو د ګټو د ترلاسه کولو لپاره خونړۍ جګړې ته مخه کړه. موږ به تر هغې خپل مقاومت ته دوام ورکوو، تر څو چې د غزې په ګډون ټول فلسطین د یهودیانو له ناولو منګولو نه وي آزاد شوی.
د القدس لوا ویاند د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې په تېرو ورځو کې یې ځواکونو د اشغالګرو صهیونیستانو پر وړاندې سلګونه بریالي عملیات ترسره کړي دي.
د ابو حمزه په خبره په تېرو څو ورځو کې یې د “الزیتون” په ګاونډ کې د صهیونیسټي ځواک ټول غړي ووژل او ټوټې ټوټې یې کړل.”
ابو حمزه خبرداری ورکړی، چې په غزه، لبنان، عراق او یمن کې د اُمت بیداري او فلسطیني ولس سره د یووالي له مخې اسرائیلو سره خبرې نه کوو او د “الأقصی طوفان” مبارکو عملیاتو ته به دوام ورکوو.


















