کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۳ کب، ۱۴۰۲ل)
له غزې تړانګې وروستي ورکړل شوي، راپورونه وایي، چې “خان یونس” کې حماس ځواکونو سره په نښتو او چاودنو کې ۱۵ اسرائیلي پوځیان وژل شوي دي.
د فلسطین “شهاب خبري اژانس” د اسرائیلي سرچینو په حواله ویلي، چې په ‘خان یونس” کې ۱۵ تنه اشغالګر پوځیان وژل شوي او لسګونه نور مرګوني ټپیان شوي دي.
د ویلو ده، چې وړمه شپه اسرائیلي پوځ هم د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې غزه کې یې د چاودنو په پایله کې د یو قوماندان په ګډون ۶ پوځیان وژل شوي او ۱۸ تنه نور ټپیان دي


















