د پاکستان ټاکنې؛ شهباز شریف د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۳ کب، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې د پاکستان مسلیم لیک “ن” او پيپلز ګوند کاندید “شهباز شریف” د پاکستان نوی لومړی وزیر ټاکل شوی دی.
پاکستاني رسنیو ویلي، چې، شهباز شریف نن د پاکستان د پارلمان لخوا د ۱۰۲ مثبو رایو په اخیستو سره د پاکستان تحریک انصاف ګوند نوماند، “عمر ایوب خان” ته ماته ورکړی او د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی دی.
د ویلو ده، چې د پاکستان پارلمان د روانې میاشتې په ۹ مه نېټه د ولسمشر ټاکلو لپاره یوځل بیا غونډه رابللې ده. د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره د مسلم لیک “ن” او پیپلز ګوندونو لخوا “اصف علي زرداري” او د تحریک انصاف ګوند لخوا محمود خان اڅکزی کاندیدان دي.



