امریکا: اسرائیلو د شپږو اونیو اوربند منلی؛ خو د حماس ځواب ته په تمه یو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۳ کب، ۱۴۰۲ل)
یو شمېر امریکایي رسنیو خبر ورکړی، چې اسرائیلو په غزه کې د شپږ اونیز اوربند وړاندیز منلی دی؛ خو د حماس ځواب ته په تمه یو.
اسوشېټېډ پرېس او سياېناېن خبري اژانسونو په جلا توګه د لوړ پوړو حکومتي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې اسرائیلو “د اوربند موافقه منلې ده.”
اسوشېټېډ پرېس په خپل راپور کې د جوبایډن د ادارې د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله ویلي چې اسرائیل په غزه کې د وړاندیز شوي اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون له چوکاټ سره موافقه کړې ده او “اوس د حماس وار دی چې ځواب ورکړي.”
له بل پلوه راپورونه وایي، چې د حماس غورځنګ لوړ پوړي مشران قاهرې ته رسیدلي او ټاکل شوې ده، چې د دې موافقې په اړه به خبرې نن یکشنبه او سبا دوشنبه یوځل بیا په مصر کې پیل شي.
که یاد اوربند پیل شي دواړه لوري به هر ډول دښمني ودروي، پر غزې به د اسرائیلو جاسوسي الوتکې پروازونه نه کوي او د شاوخوا ۴۰ تنه یرغمل شویو اسرائیلي وګړیو په بدل کې به ۴۰۰ فلسطیني بندیان خوشي کېږي.
دغه راز به اسرائیلي پوځیان د غزې له مرکزي، شمالي او جنوبي سیمو شاتګ کوي او په یادو شپږو اونیو کې به د یو تلپاتې اوبند او حل لارې لپاره خبرې دوام لري.



