یمن: په سور سمندرګي او باب المندب کې د بېړیو په نښه کولو ته دوام ورکوو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ کب، ۱۴۰۲ل)

‏د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” خبرداری ورکړی، چې په سور سمندرګي او باب المندب کې د بېړیو په نښه کولو ته به دوام ورکوو.

د نوموړي په خبره راتلونکو څو ورځو کې به د صهیونیستي ريژیم او امریکا په بېړیو نوي او حیرانونکي بریدونه ترسره شي

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، تر څو چې په فلسطین کې جنګ پای ته ونه رسېږي موږ به هغه کښتۍ په نښه کړو چې اسرائيلو ته مرستې رسوي.

سریع؛ زياتوي د فلسطين ولس زمونږ ورونه دي کوم درد چې اوس مهال دوي لري موږ يې هم احساس کوو.

د يادونې وړ ده چې اوم د اکتوبر راهيسي په فلسطین کې د اشغالګرو لخوا قتل عام شروع شوي دې خو عرب ملکونه لا تر اوسه چوپ پاتې دي خو د يمن وسله والو ځواکونو لسګونه هغه بېږۍ ویشتلي، چې اسرائیلو ته یې مرستې رسولې او دغه راز یې په څرګند ډول له فلسطیني ولس څخه ملاتړ اعلان کړي دی.

مربوطه مطالب

Back to top button