کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ کب، ۱۴۰۲ل)
په داسې حال کې چې د مصر په پلازمېنه قاهره کې د مصر، ترکیې، قطر، امریکا او ځینو نورو هېوادونو په منځګړیتوب د اوربند لپاره خبرې اترې روانې دي؛ خو د منځني ختیځ د چارو څېړونکي وایي، چې د اسرائیلو په پرتله د حماس او نورو فلسطیني ډلو دریځ غښتلی او اسرائیل مجبور دي، چې د فلسطیني ډلو سختې غوښتنې هم ومني.
د کارپوهانو په خبره اسرائیلي پوځيان غزه کې له سختو زیانونو سره مخ دی، تر اوسه کومه بریا نلري او د اسرائیلو په مینځ کې په نتنیاهیو فشار مخ پر زیاتېدو دی ترڅو د حماس لخوا نیول شوي بندیان که په هر ډول وي باید راخوشې کړي.
د ویلو ده، چې د حماس غورځنګ د مرکچي پلاوي یو غړي تېره شپه د لبنان “المنار” تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي و، چې له جګړې نه یو ستړي، د ځواکونو مرال مو غښتلی دی له پوځي او سیاسي لارو به د فلسطین تر بشپړې آزادۍ خپلې مبارزې ته دوام ورکوو.د قاهرې خبرو کې مو خپل وړاندیزونه د منځګړو هېوادونو استازو ته سپارلي، زموږ دریځ څرګند دی، په هېڅ داسې هوکړې به توافق ونه کړو، چې د فلسطین قضیې ته تاوان رسوي.

















