کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ کب، ۱۴۰۲ل)
حماس اسلامي غورځنګ ته نږدې سرچینو ویلي، چې له جګړې نه یو ستړي، د ځواکونو مرال مو خورا غښتلی دی له پوځي او سیاسي لارو به د فلسطین تر بشپړې آزادۍ خپلې مبارزې ته دوام ورکوو.
د مصر پلازمینې قاهرې کې اسرائیلو سره خبرو کې ښکیل د حماس غورځنګ یو غړی “المنار” تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې خبرو کې مو خپل وړاندیزونه د منځګړو هېوادونو استازو ته سپارلي دي.
د حماس دغه غړی، چې هویت یې پټ ساتل شوی ویلي: زموږ دریځ څرګند دی، د بندیانو د تبادلې په اړه تر هغو خبرې نه کوو، چې اسرائیلي اشغالګر پوځیان په بشپړه توګه له غزې نه وي وتلي.
د ویلو ده، چې د حماس یاد چارواکی یوځل بیا ټینګار کړی، چې په هېڅ داسې هوکړې به توافق ونه کړي، چې هغه د فلسطین قضیې ته تاوان رسوي.

















