کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ کب، ۱۴۰۲ل)
د یمني د مقاومتي غورځنګ انصارالله مرستیال مشر “نصرالدین عامر” الجزیرې تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې د نیول شوې اسرائیلي بېړۍ د عملې او مال په اړه یې د هر ډول پرېکړې واک حماس غورځنګ ته سپارلی ده.
د نوموړي په خبره د بېړۍ لسګونه تنه عمله او پکې په سلګونو ټنونو مال په اړه یې حماس غورځنګ سره اړېکه نیولې او د بر خلیک په اړه واک یې هم ور سپارلی دی.
د نوموړي په خبره: دوی، چې په اسرائیلي، امریکایي او برېتانوي بېړیو باندې څومره بریدونه کړي یواځینی هدف یې د فلسطین او په ځانګړي ډول د غزې مظلوم ولس سره مرسته ده او تر هغو به یې پر وړاندې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي، ترڅو چې صهیونیستي ریژیم پر غزې تړانګې خپل ترهګریز بریدونه پای ته نه وي رسولي.
د ویلو ده، چې د یمن دغه لوړ پوړی چارواکی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د مصر په پلازمېنه قاهره کې له تېرې یوې اوونۍ راهسې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي. د منځني ختیځ د چارو څېړونکي وایي، چې د انصارالله غورځنګ لخوا حماس ته د نیول شوې اسرائیلي بېړۍ د برخلیک سپارل په خبرو کې د حماس دریځ لا پسې پیاوړی کولی او اسرائیلو باندې د لا ډېر فشار سبب کیدلی شي.

















