کابل ټکی کام (شنبه، ۱۹ کب، ۱۴۰۲ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام لوا” ویاند اوبو عبیده په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې، موږ تيار چمتو یو، چې د روژې هرکلی په جهاد او مبارزې سره وکړو.
ابو عبیده، چې الجزیرې نړیوال تلویزیوني شبکې سره خبرې کولې وویل: ځواکونه به مو د غزې تړانګې په هر هغه ځای کې جګړې ته دوام ورکوي، چې په کومو ځایونو کې د دوښمن پوځ شتون لري.
ابوعبیده د خپلو خبرو پر دوام د فلسطیني مقاومتي ډلو او اسرائیلو ترمنځ د اوبند د روانو خبرو په اړه هم څرګندونې کړې دي، نوموړي زیاته کړې: ښکاره خبره ده، چې صهیونیستي ترهګر ريژیم په خبرو کې له چالاکۍ او فریب څخه کار اخلي؛ خو په خبره یې لکه څنګه چې د جګړې په ډګر له ماتې سره مخ دي همداسې به په سیاسي ډګر کې هم له ماتې سره مخ شي.
ابو عبیده د اسرائیلي بندیانو په اړه هم څرګندونې کړي او په خبره یې تر اوسه ۷۰ تنه اسرائیلي بندیان د صهیونیستي ريژم په هوایي بریدونو کې وژل شوي دي. موږ د بندیانو د خوندي ساتلو هڅه کوو؛ خو اسرائیل اشغالګر یې له ژوند سره لوبې کوي او غواړي ووژل شي.
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې ویاند د خپلو خبرو په پای کې ویلي، چې روانه جګړه اوس یوازې تر غزې نه ده محدوده، بلکې یو نوي پړاو ته ننوتلی، چې ډېر ژر به په ټوله سیمه کې خپره شي.


















