کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۰ کب، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې د غزې تړانګې په بېلا بېلو سیمو کې د حماس اسلامي غورځنګ ځواکونو سره د نښتو په ترڅ کې د یو لوړ پوړي قوماندان په ګډون ګڼو اسرائيلي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې یاد قوماندان د اسرائیلي پوځ د پلې لوا د چټک غبرګون ځواکونو رهبري کوله او د اسرائیلي حکومت د مالیې وزیر د تره زوی ده.
اسرائیلي رسنیو دغه راز منلی، چې د غزې په شمال، جنوب او مرکزي سیمو کې د حماس ځواکونو سره نښتو او چاودنو کې ۵ پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
له بل پلوه د حماس غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لیوا سرچینو د مقاومت اړوند “الأقصی” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې ځواکونو یې د غزې تړانګې په شمال کې د صهیونیستي اشغالګرو پر یوې پوځي اډې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې لسګونو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


















