کابل ټکی کام (جمعه، ۲۵ کب، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې د یمن د “الحديده” ولایت لوديځ کې پر يوه کښتۍ توغنديز بريد شوی دی.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” د مقاومت اړوند “المیادین” تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې د برید مسؤلیت منلی او ادعا یې کړې ده، چې یاده بېړۍ برېتانوي ده، اسرائیلي ريژیم ته یې وژونکې وسلې لیږدولې، چې د دوی د ځواکونو لخوا په پالیستیک توغندیو سره په نښه او په پشپړه توګه ویجاړه شوې ده.
د برېتانا د سمندري ځواکونو ویاند بیا “العربیه” تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې د برید پخلی کړی؛ خو په خبره یې ویشتل شوې بېړۍ د یو تجارتي شرکت اړوند وه او دوی پورې تړاو نلري.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېر 2023م کال د نوامبر د میاشتې له ۱۹ نیټې راهیسې د یمن وسله والو ځواکونو د فلسطیني ولس د ملاتړ او پر غزې تړانګې د صهیونیستي اشغالګرو لخوا د روان وحشت په غبرګون کې په سره سمندرګي او عدن خلیج کې د امریکا، برېتانیا، اسرائیلو او ځینو نورو هېوادونو په بېړیو د بې پیلوټه الوتکو او بالستیک توغنديو په وسیله 73 بریدونه ترسره کړي، چې په پایله کې یې لسګونه بېړۍ له منځه وړي دي.

















