کابل ټکی کام (جمعه، ۲۵ کب، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې امریکا او برېتانوي اشغالګرو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یمن پر پلازمېنه صنعا، حدیده او حجه ولایتونو ۱۴ هوایي بریدونه کړي دي.
د یمن “المسیره” خبري آژانس خبر ورکړی، چې د اشغالګرو په هوایي بریدونو کې د یمن د وسله والو ځواکونو د ۳۳ غړو په ګډون ۴۰ تنه شهیدان شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د امریکايي پوځ مرکزي قوماندانۍ خبر ورکړی، چې بریدونو کې یې د حوثیانو د پوځي څانګې “انصارالله” ۱۴ اهداف په نښه کړي او د بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو ګڼ شمېر زیرمې یې له منځه وړي دي.
د ویلو ده، چې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” د بریدونو پخلی کړی؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي. جنرال سریع خبرداری ورکړی، چې دریځ یې څرګند دی او په راتلونکو څو ساعتونو کې به غزه کې د صهیونیستي اشغالګرو د وحشتونو په غبرګون کې عدن خلج، سره سمندرګي او د هند سمندر کې د اشغالګرو د بېړیو پر وړاندې حیرانونکي بریدونه ترسره کړي.


















