حماس: د محمود عباس لخوا د نوې کابینې جوړول بې بنسټه، یو اړخیز اقدام او د تفرقې اچولو هڅه بللې

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۵ کب، ۱۴۰۲ل)

له هغه وروسته چې د فلسطین د خپلواکې ادارې ولسمشر او د الفتح ګوند مشر “محمود عباس” له محمد مصطفی د نوي حکومت جوړولو غوښتنه وکړه، حماس اسلامي غورځنګ او نورو فلسطیني ډلو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د فلسطیني ادارې د مشر لخوا د نوې کابینې د جوړولو لپاره د “محمد مصطفی” په ټاکلو نیوکه کړې ده.

د فلسطیني مقاومتي ډلو اعلامیه کې راغلي: یاد اقدام یو اړخیز، بې بنسټه او د تفرقې اچولو مانا دی.

له بل پلوه د الفتح غورځنګ ویاند العربیه تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي: حماس په غزه کې د فلسطیني ادارې له موجودیت سره مخالفت کوي.

حماس باید د فلسطین د خلکو ګټو ته لومړیتوب ورکړي.موږ له حماس څخه غوښتنه کوو چې نوي حکومت ته فرصت ورکړي چې په غزه کې له فلسطینیانو سره مرستې وکړي.

نړیواله ټولنې غزه کې د فلسطیني ادارې له موجودیت سره توافق کړی؛ خو حماس او نورې ډلې هڅه کوي، چې یوځل بیا پر غزې خپل یو اړخیز کنترول ته دوام ورکړي.

د ویلو ده، چې حماس اسلامي غورځنګ او نورو فلسطیني مقاومتي ډلو په فلسطیني ولسمشر محمود عباس تور لګولی، چې د امریکا، اسرائیلو، برېتانیا او نورو مقاومت ضد هېوادونو پالیسي تعقیبوي، د فلسطنیي ولس قربانیو سره د غدر هڅه کوي او غواړي د امریکا او اسرائیلو په خوښه یو داسې حکومت رامنځته کړي، چې صهیونیستي ريژیم سره پر وسله وال مقاومت باور نه لري.

مربوطه مطالب

Back to top button