هلمند؛ د هرات- کندهار د لویې لارې په اوږدو کې ترافیکي پېښې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۷ کب، ۱۴۰۲ل)

د راپورونو له مخې د هلمند ولایت اړوند د هرات- کندهار د لویې لارې په اوږدو کې ترافیکي پېښې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

‏د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چې د هرات-کندهار لویې لارې په اوږدو کې د یوې ترافیکې پېښې له امله ۲۱ کسان مړه شوي او ۳۸ نور ټپيان دي چې له ډلې یې د یوولسو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د ویلو ده، چې دغه پېښه نن سهار د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په یخچال سیمه کې رامنځته شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button