کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ کب، ۱۴۰۲ل)
د یمني حوثیانو بنسټګر مشر او روحاني لارښود “عبدالمالک حوثي” په خپلو تازه څرګندونو کې اسرائیلو ته پر تلونکو بېړیو د بریدونو د پراخولو خبرداری ورکړی دی.
نوموړي د مقاومت اړوند “المیادین” تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې ځواکونه به یې د اسراييلو پر اړوندو کښتيو بريدونه پراخ کړي او د افريقا په سوېل لوېديځ کې به د هند له بحر څخه تل أبیب ته د تلونکو بېړیو مخه ونيسي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېر 2023م کال د نوامبر د میاشتې له ۱۹ نیټې راهیسې د یمن وسله والو ځواکونو فلسطینیانو سره د ملاتړ په سور سمندرګي کې پر لسګونو بېړیو ۷۳ بریدونه کړي او تېره شپه یې په لومړی ځل د هند په سمندر کې هم پر درې اسرائیلي او امریکایي بېړیو بریدونه ترسره کړل.
د ویلو ده، چې په سور سمندر کې او عدن خلیج کې د یمن د وسله والو ځواکونو لخوا د بریدونو له وېرې اسرائیلو ته تلونکې بېړۍ اړ شوي، چې خپل مسیر بدل کړي او اوس ډېرې بېړۍ د افریقا پر لاره ځي؛ خو د یمن د وسله والو ځواکونو لخوا د تېرې شپې بریدونو په ډاګه کړه، چې نور به د افریقا لاره هم د بېړیو د تګ راتګ لپاره خوندي نه وي.


















