کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۷ کب، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې د غزې په بېلا بېلو سیمو کې حماس اسلامي غورځنګ او نورو فلسطیني مقاومتي ډلو سره په خونړیو نښتو کې ۱۶ صهیونیستي پوځيان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د مقاومت سرچینو “الأقصی” تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې د مقاومت ځواکونو نن یکشنبه د مارچ په ۱۷ مه نېټه د غزې په شمالي، مرکزي او جنوبي برخو کې په اشغالګرو ځواکونو مرګوني بریدونه او چاودنې کړي، چې پایله کې یې لسګونو اسرائیلي ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ویلو ده، چې اسرائیلي وحشي تر اوسه خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو یو شمېر اسرائیلو رسنیو خبر ورکړی، چې غزه کې یې ځواکونو ته مرګ ژوبله رسیدلې ده؛ خو د کره شمېرو په هکله یې څه نه دي ویلي.


















