عمران خان افغانستان سره د اړېکو خرابیدل د پاکستان د بهرنۍ پالیسي ناکامي بللې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ وری، ۱۴۰۲ل)

‏د ‎پاکستان پخواني لومړي وزیر او د دغه هېواد د ستر او ولس منلي سیاسي ګوند تحریک انصاف مشر “عمران خان” په افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه غندلي او په خبره یې افغانستان سره د اړېکو خرابیدل د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ ناکامي په ګوته کوي.

د پاکستان دغه مهم سیاستول په ‎اډیاله زندان کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي، که افغانستان سره اړېکې خرابې شي نو پاکستان کې به د ترهګرۍ پېښو کې زیاتوالی راش.

عمران خان ویلي، چې د طالبانو په مشرۍ افغان حکومت افغان حکومت ورته د پاکستاني طالبانو ‎(TTP)د مسلې حل کولو کې د مرستو ډاډ ورکړي و؛ خو په خبره یې د شهباز شری په مشرۍ د پاکستان په زور واکمن شوي حکومت افغانستان ته پاملرنه نه ده کړې، چې له مله یې پاکستاني طالبانو سره خبرې ناکامه شوي او درد یې پاکستان ولس ګوري.

عمران خان د خپلو خبرو پر دوام ویلي، پخواني چې د افغانستان په ګډون ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د اړېکو خرابیدل د پاکستان د بهرنۍ پاليسي ناکامي څرګندوي

د ویلو ده، چې عمران خان دا مهال په زندان کې ده؛ خو هر وخت په ځینو مهمو مسئلو کې د خپل نظر څرګندونه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button